د برېتانوي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې د تېرې یکشنبې په ورځ ۴۴۲ کډوال چې په ۱۰ بېړیو کې سپاره ول د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. په ورته مهال فرانسوي چارواکي یاد کانال کې د ۵۳ کډوالو د ژغورلو خبر ورکوي.
د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د تېرې یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۲مه ۴۴۲ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. چارواکو ویلي چې دغه کډوال په ۱۰ کښتیو کې سپاره ول. د روان میلادي کال له پیل راهیسې دا برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د جي بي نیوز د خبر له مخې، دغو کډوالو د فرانسې د دنکرک او بولونی له سواحلو څخه د برېتانیا د سواحلو پر لور خپل سفر پیل کړی و. زیاته شوې چې د کډوالو لومړۍ کښتۍ د شنبې ورځې په ماښام له ګرېولین څخه د برېتانیا پر لور روانه شوه. په دغه کښتۍ کې ۴۰ کسان سپاره ول چې د برېتانیا ساحلي ځواکونو له خوا وژغورل شول.
تېره اونۍ بیا څه باندې ۱۰۰ کډوال چې په دوو کښتیو کې سپاره ول د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي وو. همدارنګه د کډوالو یوه ۴۴ کسیزه ډله د جنورۍ په ۲مه د سمندر له لارې برېتانیا ته رسېدلې وه.
بیا ولولئ: انګلیس کانال: تر ۱۰۰ ډېر کډوال برېتانیا ته اوښتي دي
تر ۵۰ ډېر کډوال ژغورل شوي
په ورته مهال فرانسوي چارواکي وایي چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې انګلیس کانال کې ۵۳ کډوال ژغورلي دي. د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د کډوالو لېږدوونکې کښتۍ د پا دو کالې په ساحلي اوبو کې له ستونزو سره مخ شوې وه.
دغه کډوال چې د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز له خوا ژغورل شوي دي روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.
د برېتانیا حکومت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۵ زرو ډېرو کډوالو په وړو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي چې ګڼ شمېر افغانان هم پکې دي. په ۲۰۲۱ کې بیا څه باندې ۲۸۵۰۰ کډوال برېتانیا ته رسېدلي وو.
له دې مخکې د برېتانیا په یو پارلماني راپور کې راغلي وو چې ښايي په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۰ زره کډوال په وړو کښتیو کې برېتانیا ته واوړي. جي بي نیوز بیا د سرچینو له قوله ویلي چې ښایي په روان کال کې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر دوه چنده شي.
انګلیس کانال د فرانسې او برېتانیا ترمنځ د نړۍ یوه له تر ټولو بوختو سمندري لارو څخه ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله، له ۲۰۱۴ راهیسې لږترلږه ۲۰۵ کډوال په دغه کانال کې ډوب شوي او یا هم لادرکه دي.