انځور: پېکسابي
انځور: پېکسابي

اروپایي کمېسیون پرون سه شنبه د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو څخه د رد شویو کډوالو د ایستلو په اړه خپله نوۍ پالیسي اعلان کړه. دا کمېسیون وایي هغه کډوال چې په اروپایي ټولنه کې د اوسېدو اجازه نه لري باید خپلو هېوادونو ته واستول شي.

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون د سه شنبې په ورځ بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل د دغې پالیسۍ موخه دا ده چې هغه کسان چې اروپایي ټولنه کې د اوسېدو اجازه نه لري خپلو هېوادونو ته واستول شي.

هغې زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه باید د رد شویو کډوالو له اصلي هېوادونو څخه غوښتنه وکړي چې خپل اتباع بېرته ومني. په وینا یې: «ورپسې موږ دغه کسان په الوتکو کې د هغوی اصلي هېوادونو ته استوو.»

د یوروستاټ د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې د رد شویو کډوالو له ډلې څخه یوازې ۲۱ سلنه یې بېرته خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.

د آغلې یوهانسون په وینا، هر کال اروپایي ټولنه کې د کډوالو د اخراج ۳۰۰ زره فیصلې صادرېږي، خو یوازې ۷۰ زره کسان بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي. نوموړې وویل چې د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانټکس تېر کال له پولې د اوښتو ۳۳۰ زره پېښې ثبت کړې دي چې دا له ۲۰۱۶ وروسته اروپا ته د «غیرقانوني» کډوالو د ننوتو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

بیا ولولئ: فرانتکس: په ۲۰۲۲ کې له پولې د اوښتو ۳۳۰ زره پېښې ثبت شوې دي

د یلوا یوهانسون په خبره، د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه نه شي کولی چې په یوازي سر دغه ستونزه هواره کړي نو ځکه دوی باید په ګډه کار وکړي. هغې دا هم وویل چې هغه کسان چې اروپايي ټولنې ته د پاتې کېدو اجازه نه لري باید خپلو هېوادونو ته واستول شي. خو هغه کسان چې ساتنې ته اړتیا لري باید هرکلی یې وشي او ورته پناه ورکړل شي.

له تېرو څو کلونو راهیسې اروپایي ټولنه هڅه کوي چې رد شوي کډوال د اخراج او یا په خپله خوښه د ستنېدنې پروګرام له لارې له دغې اتحادیې څخه وباسي. ناقانونه کډوال هغو کسانو ته ویل کېږي چې اروپایي ټولنې ته د داخلېدو او د یادې ټولنې په غړو هېوادونو کې د پاتې کېدو اجازه و نه لري.

بیا ولولئ: په ۲۰۲۲ کې فرانسه کې افغانانو د کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوله

د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۲ کې څه باندې ۹۲۴ زرو کسانو اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې ده چې دا د ۲۰۲۱ په پرتله ۵۰ سلنه ډېروالی ښيي. فرانسه، جرمني، اسپانیا او اتریش هغه هېوادونه دي چې د کډوالو تر ټولو زیات شمېر یې ثبت کړی دی.

ټاکل شوې ده چې بروکسل په روانه اونۍ کې خپله پالیسي د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو غونډې ته وړاندې کړي. 

 

نورې ليکنې