د لیتوانیا او بېلاروس ترمنځ پوله. انځور: رویترز
د لیتوانیا او بېلاروس ترمنځ پوله. انځور: رویترز

د بشري حقونو مدافع بنسټونه د لیتوانیا او بېلاروس پر پوله د لادرکه شویو کډوالو په اړه اندېښنه ښيي. دوی وایي چې په دغه سیمه کې یو شمېر کډوال مړه شوي دي. دا هغه کسان دي چې هڅه یې کوله له بېلاروس څخه ځانونه د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.

د یورونیوز د خبر له مخې، د بشري حقونو مدافع بنسټ سینوس ګروپ د شاوخوا هغو ۳۰ کسانو لېست چمتو کړی دی چې د بېلاروس او لیتوانیا پر پوله یې له خپلوانو سره اړیکه پرې شوې ده. دغه موسسه له مهاجر کمپونو، روغتونونو او د مړو ساتلو ځایونو څخه د لادرکه شویو کډوالو په اړه معلومات راټولوي او د هغوی له کورنیو سره یې شریکوي. 

د یادې ټولنې مسولان وایي چې له بېلاروس سره پر پوله د کډوالو د وضعیت په اړه کافي معلومات نشته ځکه چې ډېری کورنۍ او کډوال د پولیسو له وېرې له سازمانونو سره د خبرو کولو ډډه کوي. د هغوی په وینا، لیتوانیایي چارواکي د بشري حقونو سازمانونو او خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې له دغه زون څخه لیدنه وکړي.

بیا ولولئ: لیتوانیا: د بېلاروس سره پر سرحد کټاره د مهاجرو مخه نیسي

د سینوس ګروپ رضاکارې واکارې یورونیوز سره خبرو کې ویلي دي: «ستونزه دا ده چې موږ [د وضعیت په اړه] هېڅ معلومات نه لرو... هېڅوک نه پوهېږي چې هلته [د لیتوانیا او بېلاروس پر پوله] څه تېرېږي.» نوموړې زیاته کړې ده چې ډېری کسان کډوالو ته د «انسان په سترګه نه ګوري». 

لیتوانیا کې د کډوالو د مړینې لومړۍ پېښه

له ۲۰۲۰ راهیسې د بېلاروس، لیتوانیا او پولنډ پر پوله د کډوالو پر سر لانجه روانه ده. لیتوانیا او اروپایي ټولنه پر بېلاروس تور لګوي چې له کډوالو څخه ابزاري ګټه پورته کوي او د اروپايي اتحادیې باندنيو پولو ته په منظمه توګه مهاجر انتقالوي. خو بېلاروس بیا دا تورونه ردوي.

بیا ولولئ: د بخښنې نړیوال سازمان د لیتوانیا په توقیف ځایونو کې د کډوالو پر وضعیت نیوکه کوي

له دې وړاندې له بېلاروس سره پر پوله له کډوالو سره د لیتوانیایي ځواکونو د ناوړه چلند په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. په دغو راپورونو کې راغلي چې د لیتوانیا پوله ساتونکي کډوال په تاوتریخجنه توګه د بېلاروس پر لور شړي.

د بېلاروس او لیتوانیا ترمنځ پوله تر ډېره ځنګلي سیمه ده چې په ژمي کې د تودوجې درجه له منفي څخه هم پکې ټیټه وي.

سینوس ګروپ په روانه میاشت کې د هغه کډوال مړی وپېژاند چې د ۲۰۲۲ په اګست کې یې نریس سیند ته نږدې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. دا د کډوالو د مړینې لومړۍ پېښه ده چې د لیتوانیا په خاوره کې رامنځته شوې ده.

د لیتوانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند یورونیوز ته ویلي دي چې پر پوله د مړ شویو کډوالو په هکله معلومات نه لري. دغه وزارت منلې چې نریس سیند ته نږدې د یو سریلانکایي مړی موندل شوی دی، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې هغه مهاجر و که نه. 

 

نورې ليکنې