د آلمان حکومت غواړي چې د رد شوو مهاجرو او بهرنيانو اخراج زيات کړي او و آلمان ته د مسلکي کارګرو په جلب کې هلې ځلي زياتي کړي.
د آلمان د برحال ائتلافي حکومت برخه والو ګوندونو د ائتلافي حکومت جوړونې په خپلمنځي تړون کې هوډ څرګند کړی او په اړوند تړون کې درج کړی چې اخراج به زياتوي او د اخراج پروسې به چټکوي. خو د اخراج کېدونکې شمېرې بيا هم ډېري جګې نه دي.
آلمان په ۲۰۲۲ کال تر مخکني کال زيات بهرنيان له خپلې خاورې اخراج کړل. دا په داسي حال کې چې په ۲۰۲۱ کال د کرونا پاندمي له کبله اخراجونه ډېر مشکل شوي ول.
د آلمان د خبرې آژانس د راپور له مخې د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند د يوې پوښتنې په جواب کې ويلي دي چې په ۲۰۲۲ کال له المان څخه په ټوليزه توګه ۱۲۹۴۵ بهرنيان اخراج کړل شول. د هغه په وینا په ۲۰۲۱ کال ۱۱۹۸۲ کسان اخراج شوي ول. اکثريت دغه اخراج شوي کسان خپلو اصلي هيوادونو ته ولېږدول شول. د کرونا پاندمي د پېل مخکې په ۲۰۱۹ کال تقريبا ۲۲۰۰۰ بهرنيان له آلمان څخه اخراج کړل شوي ول.
د آلمان برحال ائتلافي حکومت له درو يعني دموکرات، زرغون او ليبرال ګوندونو څخه متشکل دی. د دغو ګوندونو تر منځ چې د ائتلافي حکومت لپاره کوم تړون لاسليک شوی و، په هغه کې راغلي ې «موږ تر راتلونکی هر کس نشي کولای چې پاته هم شي. موږ د اخراج يو فعاليت پېلوو چي اخراجونو او په زياته د مجرمينو او ګواښ پېښوونکو اخراجونه چټک کړو.»
د ائتلافي حکومت لپاره د ياد تړون له مخې به د آلمان مرکزي فدرالي حکومت د ايالتونو سره د اخراجونو په عملي کولو کې لا زياته مرسته کوي.
په آلمان کې د بهرنيانو لپاره د ځانګړي معلوماتي ځېرمې د اعمارو له مخې د دسامبر په ۳۱ مه نېټه په آلمان کې په ټوليزه توګه ۳۰۴۳۰۸ بهرنيان داسي وال چې له آلمان څخه په وتلو مکلف ول. له ياد شمېر کسانو څخه ۲۴۸۱۴۵ يې د «دولدونګ» سند لاره.
د آلمان کابينې د چهارشنبې به ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۶ نېټه) د ليبرال ګوند سياستوال يوآخيم ستامپ د کډوالۍ د تړون لپاره د ځانګړې استازي په توګه ونوماوه. د نورو کارونو تر څنګ به د هغه وظيفه دا وي چې د مسلکي کارګرو د راجلب لپاره د نورو هيوادونو سره د آلمان لپاره د کاري ويزو د آسانه کولو پر موضوعاتو خبرې اترې وکړي. د دې تر څنګ به هغه د هغو هيوادونو سره هم خبرې اترې کوي او و همکارۍ ته به یې رابولي چې په آلمان کې د مهاجرو په توګه رد شوي خپل وګړي په آساني بېرته نه مني.
آ./ا.ا.