د برېتانیا د سالزبري محکمې د لونګین عبدالرحیمزي په نوم افغان کډوال د یو کس د وژنې په تور په عمري بند محکوم کړی دی. په لونګین تور دی چې په صربیا کې یې هم دوه کسان وژلي دي.
لونګین عبدالرحیمزی چې په لږترلږه ۲۹ کاله بند محکوم شوی دی صربیا کې هم د دوو تنو په وژنې تورن و، خو له دغه هېواد څخه په تېښته بریالی شوی و. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي برېتانیا ته له رسېدو سره سم ځان ۱۴ کلن معرفي کړی خو په اصل کې ۲۰ کلن دی.
عبدالرحیمزی په ۲۰۱۹ کې ناروې کې د پناه غوښتنه وکړه، خو هلته یې غوښتنه رد شوه. هغه بیا په ډېسمبر میاشت کې د برېتانیا دورست ښار ته ځان ورساوه.
دغه افغان پناه غوښتونکي د ۲۰۲۲ په مارچ میاشت کې په بورنمنت ښار کې ۲۱ کلن توماس رابرترز وواژه. له دې پېښې وړاندې د برېتانیا امنیتي ځواکونو ته څو ځله خبرداری ورکړل شوی و چې عبدالرحیمزی له ځان سره چاړه ګرځوي.
د سالزبري محکمې په ناسته کې وویل شول چې توماس رابرتز غوښتل د خپل ملګري او عبدالرحیمزي ترمنځ شخړه کې «منځګړیتوب» وکړي، خو د عبدالرحیمزي له خوا په چاړه ووژل شو.
په ورته مهال د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي په دې اړه پلټنې کوي چې دغه افغان کډوال څنګه برېتانیا ته اوښتی او خپل جرم یې له چاواکو څخه پټ ساتلی دی.
د سالزبري محکمې قاضي پل دګدل وویل چې شخړه عبدالرحیمزي پیل کړې او رابرتز او ملګري ته یې ګواښونه کړي دي. عبدالرحیمزي خپل جرم ومانه او ویې ویل چې پر رابرتز یې د چړو ګوزارنه کړي دي.
د ۲۰۲۲ د مارچ په ۱۲مه د برېتانیا اولد کرایست چارچ سیمه کې د جېمز مدوې او عبدالرحیمزي ترمنځ د یو سکوټر پر سر شخړه رامنځته شوه. توماس رابرتز غوښتل چې د دواړو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. نوموړي عبدالرحیمزی په څپیړه وواهه، خو عبدالرحیمزي بیا پر هغه د چاکو دوه ګوزارونه وکړل او وتښتېد.
دغه افغان مهاجر صربیا کې هم په غیابي توګه په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.