د بې سرحده ډاکټرانو د مرستندويه سازمان کښتۍ «جيو بېرنټس» د چهار شنبې په ورځ ۱۶۸ نور مهاجر په سمندر کې له اضطراري حالت څخه ژغورلي دي.
د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۵نېټه) د نورو مهاجرو په ژغورلو سره د هغو مهاجرو شمېر ۲۳۷ ته جګ شوی دی چې د سه شنبې په د ورځي راهيسي د «جيو بېرنټس» کښتۍ له خوا ژغورل کيږي.
د بې سرحده ډاکټرانو مرستندويه سازمان د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه پيغام خپور کړ چې له مديترانې څخه يې ۱۶۸ نور مهاجر ژغورلي دي. په دغه پيغام کې راغلي دي چې ژغورونکې کښتۍ يې د چهار شنبې په ورځ يو واري ۶۱ کسان له سمندر څخه راپورته کړل او په دويم ماموريت کي يې له نړيوالو اوبو څخه چې و ليبيا ته نژدې ساحه وه، هلته ۱۰۷ نور د مرستې غوښتونکي وژغورل. ياد سازمان ويلي دي چې په ژغورل شوو کې په لسونو کمسنه کسان هم شامل دي.
له دې مخکې د «جيو بېرنټس» کښتۍ د سه شنبې په ورځ ۶۹ مهاجر د ليبيا و ساحل ته نژدې په نړيواله سمندري ساحه کې ژغورلي ول. په دغه کښتۍ کې دمګړی له ۲۲ هيوادونو څخه په ټوليزه توګه ۲۳۷ له سمندره ژغورل شوي کسان سپاره دي.
د ياد سازمان په وينا د سه شنبې په ورځ چې يې کله د ژغورني لومړي عمليات تر سره کړل، نو ايټالوي چارواکو ورته د شمالي بندر لا شپېڅيا د تګ رهنمايي وکړه. دغه بندر د ژغورنې له ځای څخه ۱۰۰ ساعته په مزل کې ليري دی. له دې مخکې مرستندويه سازمانونو په ورځو ورځو انتظار ته اړ شوي ول تر څو چې ورته يو هيواد په بندر کې لنګر اچولو اجازه ورکړي او ژغورل شوي انسانان کښته کړي. مرستندويه سازمانونه پر ايټاليې نيوکه کوي چې ژغورونکو کښتيو ته له ژغورنې له ځای څخه ډېر ليري بندرونه د لنګر اچولو لپاره تعين کوي. په وينا يې دا د دې سبب کيږي چې دغه کښتۍ زيات وخت و بندر ته په رسېدو کې مصرف کوي او له کبله يې زيات انسانان نشي ژغورلای.
مديترانه د مهاجرت لپاره يوه له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ده چې د مهاجرت د نړيوال سازمان په وينا تېر کال پکښي تر ۲۰۰۰ څخه زيات مهاجر يا مړه او يا لادرکه شول.
آ./ا.ا.