هالنډ وايي چې په اروپا کې د پر سفر مهاجرو د شمېر کمولو لپاره بايد چې په ايټاليا او يونان کې د مهاجرو د ثبت پروسې لا بهتره شي.
د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو په ۱۹۹۰ کال په د ايرلند په دبلن کې يو تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې په اروپا کې هغه هيواد د مهاجرو د پناه غوښتنې د څېړلو مسؤل دی، چې له لارې يې په لومړي ځل دغه مهاجر اروپا ته داخل شوی وي. د دغو اصولو له مخې که مهاجر اروپا ته د يو اروپايي هيواد له لارې داخل شي خو وروسته بل اروپايي هيواد ته ولاړ شي نو بېرته به لومړي هيواد ته د پناه غوښتنې لپاره لېږل کيږي.
اوس د هالنډ هيواد غوښتنه کړېده چې د دبلن اصول دي پر هغو مهاجرو لا په جديت سره تطبيق شي چې په اروپا کې دننه له يو هيواد څخه بل هيواد ته په حرکت کې وي. هالنډ غوښتي چې په ايټاليا او يونان کې بايد د نوو ور رسېدونکو مهاجرو ثبت لا مؤثره کړل شي. هالنډ دغه غوښتنه د خپل دريځ بيانوونکې يوې اعلاميې په ترڅ کې کړېده. دغه اعلاميه د فبرورۍ په نهمه او لسمه نېټه د اروپايي اتحاديې و سرمشريزي ته لېږدول کيږي. د آلمان خبرې آژانس ته هم دغه اعلاميه رسېدلې او په هکله يې معلومات خپاره کړي دي.
پر يونان او ايټاليا تورونه لګول کيږي چې ورته رسېدونکي مهاجر بېله دې چې نومونه يې ثبت کړي د اروپا نورو هيوادونو ته پرېږدي. حال دا چې په اصل کې د دبلن اصولو له مخې بايد د دغو پناه غوښتونکو پناه غوښتنې په هغه هيواد کې پروسه شي، د کوم له لارې چې اروپا ته داخل شوي وي.
آلمان، هالنډ، بلجيم اتريش او نور هيوادونه شکايت لري چې د ثانوي مهاجرت له لاري ورته زيات مهاجر رسيږي. يعني هغه مهاجر چې لومړی نورو اروپايي هيوادونو ته رسېدلي وي، پر ځای د دې چې هلته د پناه غوښتنه وکړي دوی ته ورځي. دغه هيوادونه وايي چې له دې کبله د شينګن ساحه په ګواښ کې ويني ولې چې په دغه ساحه کې د غړو هيوادونو تر منځ پر پولو کنټرول نه کيږي.
هالنډ د يادې غوښتنې تر څنګ د اروپايي اتحاديې د باندنيو سرحدونو د بهتره ساتنې لپاره د لا زياتو پيسو غوښتنه کړې ده. دغه هيواد وايي چې د هغو مهاجرو اخراج هم بايد چې چټک کړل شي چې په اروپا کې د پاته کېدو اجازه نه لري.
د پنجشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيران سرمشريزه لري چې پر دې بحث کوي څنګه د اخراج شرحه زياته کړي.
آ./ا.ا.