انګلیس کانال کې د کډوالو یوه ډله. انځور: رویترز، پیتر نیکولز
انګلیس کانال کې د کډوالو یوه ډله. انځور: رویترز، پیتر نیکولز

د برېتانیا ځایي رسنۍ وایي چې پرون چهارشنبه په وړو کښتیو کې سپاره ۳۷۳ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي. په ورته مهال د فرانسې ساحلي ځواکونه یاد کانال کې د ۳۱ کډوالو د ژغورلو خبر ورکوي.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په ۸ کښتیو کې سپاره ۳۷۳ کډوال پرون چهارشنبه د جنورۍ ۲۵مه د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. ځینو رسنیو د هغو کډوالو انځورونه خپاره کړي دي چې د ژغورنې واسکټونه یې اغوستي او د برېتانیا د ساحلي ځواکونو په یوه کښتۍ کې سپاره دي. 

د رسمي شمېرو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر له ۹۰۰ څخه اوښتی دی. 

بل پلو د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز د تېرې چهارشنبې په ورځ د دنکرک ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه کښتۍ ژغورلې ده چې ۳۱ کسان پکې سپاره ول. ژغورل شوي مهاجر د فرانسې سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې شاوخوا ۴۵۰ کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا اوښتي وو. دغو کسانو د فرانسې د دنکرک او بولونی له سواحلو څخه د برېتانیا پر لور خپل سفر پیل کړی و. فرانسوي چارواکو بیا ویلي وو چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د پا دو کالې ساحلي اوبو کې ۵۳ کډوال ژغورلي دي.

د برېتانیا حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۵ زرو ډېرو کډوالو په وړو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي چې ګڼ شمېر افغانان هم پکې دي. په ۲۰۲۱ کې بیا څه باندې ۲۸۵۰۰ کډوال برېتانیا ته رسېدلي وو.

له دې مخکې د برېتانیا په یو پارلماني راپور کې راغلي وو چې ښايي په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې۶۰ زره کډوال په وړو کښتیو کې برېتانیا ته واوړي. داسې اټکل کېږي چې په روان کال کې به برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر دوه چنده شي.

رونډا ته د کډوالو استولو پلان

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سونک د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې ژمنه وکړه چې د انګلیس کانال له لارې ورتلونکي کډوال به «په سمدلاسه توګه» له برېتانیا څخه اخراج کړي. نوموړی د هغو «نوو قوانینو» د تصویب غوښتونکی شوی و چې د کډوالۍ پر وړاندې سخت تدابیر پکې نیول شوي دي.

بیا ولولئ: برېتانیا: لومړی وزیر ژمنه کوي چې د انګلیس کانال له لارې ورتلونکي کډوال «سمدلاسه» به اخراج کړي

لندن او کیګالي د تېر کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه له برېتانیا څخه رونډا ته د هغو کډوالو پر استولو هوکړه وکړه چې د انګلیس کانال له لارې یې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. د برېتانیا حکومت غوښتل چې له رونډا سره د تړون په رڼا کې د ۲۰۲۲ په جون میاشت کې یو شمېر کډوال کیګالي ته واستوي، خو دغه پرواز په وروستیو شېبو کې د اروپا د بشري حقونو محکمې د پرېکړې له مخې لغو شو.

د لندن عالي محکمې د ۲۰۲۲ د ډېسمبر په ۱۹مه رونډا ته د پناه غوښتونکو د لیږلو پلان «قانوني» وباله. خو شاوخوا یوه میاشت وروسته د یادې محکمې دوو قاضیانو د کډوالو ملاتړ سازمان اسایلم اېد او یو شمېر مهاجرو ته اجازه ورکړه چې رونډا ته د کډوالو د استولو تړون پر وړاندې محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي. د دې پرېکړې له مخې، د برېتانیا حکومت نه شي کولی چې د استیناف محکمې تر پرېکړې پورې کډوال رونډا ته واستوي.

 

نورې ليکنې