د فرانسې د بایون ښار محکمې پرون پنجشنبه دوه هندیان د کډوالو د قاچاق په تور په لسو میاشتو بند محکوم کړل. پر دغو کسانو تور و چې د ۲۰۲۲ له سپټمبر څخه تر دېسمبر میاشتې پورې یې سلګونه کډوال له پرتګال څخه بلجیم ته لېږدولي دي.
دغه هندیان چې ۲۴ او ۳۱ کاله عمرونه لري د ۲۰۲۲ د ډېسمبر په ۲۸مه له اسپانیا سره پر پوله د فرانسې د پیرینې اتلانتیک سیمې د بیریاتو پر لویه لاره په داسې حال کې ونیول شول چې په خپل موټر کې یې ۱۳ اسناد نه لرونکي کډوال انتقالول.
د قضایي ارګانونو پلټنو موندلې ده چې دوی د غرونو او لوړو غونډیو له لارې شاوخوا ۳۲۰ کډوال له اسپانیا څخه فرانسې ته انتقال کړي دي او له هر یو کس څخه یې ۳۰۰ یورو اخیستې دي چې نږدې ۱۰۰ زره یورو کېږي.
څلور ویشت کلن هندي چې د نیول کېدو پر مهال یې ورڅخه ۱۷۰۰ یورو ترلاسه شوې محکمې ته وویل چې هغه د نورو په څېر یو «ساده مسافر» و. مدافع وکیل یې د نوموړي د قضیې په هکله «د شک د شتوالي» په خاطر د هغه د خوشي کېدو غوښتونکی شو.
دا هم ولولئ: فرانسه: څوارلس قاچاق وړونکي له ۳ میاشتو تر ۵ کلونو په بند محکوم شول
«له قاچاقي ډلې سره همکاري»
دیرش کلن موټر چلوونکي بیا وویل چې له چا څخه یې په مستقیمه توګه پیسې نه دي اخیستې. هغه چې په نشه یي توکو روږدی دی ویلي چې کډوالو له سفر مخکې یو بل کس ته پیسې ورکولې. د نوموړي له قوله ویل دي چې د کډوالو د انتقال لپاره یوازې ۵۰۰ یورو ورکول کېدل.
که څه هم څارنوالۍ منلې ده چې دغه دوه هندیان د قاچاقي ډلې جوړوونکي نه دي، خو «له یادې ډلې سره د همکارۍ» او «د خپلو هېوادوالو له مجبوریت څخه د ګټې اخیستلو» په خاطر یې د هغوی لپاره له محکمې څخه د یو کال بند سزا غوښتنه وکړه.
بیا ولولئ: فرانسه: یو شمېر افغان قاچاقچیان چې کډوال یې برېتانیا ته لېږدول نیول شوي
محکمې په خپل حکم کې د پنځو کلونو لپاره فرانسې ته د دواړو کسانو پر راتلو بندیز هم لګولی دی.