د ترکیې چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ یې ۱۳۹ افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستلي دي. د چارواکو په وینا، په تېره یوه اونۍ کې د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې تر ۲۳۰۰ ډېر کډوال نیول شوي دي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې مشر ساواس انلو وایي چې ۱۳۹ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي. دغه افغانان له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې پالیسۍ او د ملي عمل پلان پر اساس په چارټر الوتنو کې افغانستان ته استول شوي دي.
ساواس انلو چې پلازمېنه انقره کې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل چې یاد مهاجر د روغتیایي معایناتو او د امنیتي ارزونو وروسته له ترکیې څخه شړل شوي دي.
هغه دا هم ویلي دي چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه ۹ چارټر پروازونه ترسره شوي چې په پایله کې یې ۸۵۷۱ غیرقانوني کډوال له ترکیې څخه اخراج شوي دي. د ساواس انلو په خبره په ۲۰۲۲ کې د هغو کډوالو په شمېر کې ۳۸ سلنه کموالی راغلی دی چې غوښتل یې له اسنادو پرته ترکیې ته واوړي.
د یو بل خبر له مخې، د ترکیې د کډوالۍ ادارې چې د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي ویلي دي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۰ څخه تر ۲۶ پورې تر ۲۳۰۰ ډېر «غیر قانوني» کډوال نیولي دي.
یادې ادارې پر خپله پاڼه لیکلي دي چې په ورته مهال ۲۸۳۱ تنه نور له ترکیې څخه ایستل شوي او د شاوخوا ۲۰ زرو نورو بهرنیانو د اخراج لړۍ پیل شوې ده.
بیا ولولئ: ترکیه: تېره یوه اونۍ کې تر ۲۲۰۰ ډېر کډوال ایستل شوي دي
«د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ډېر اخراج»
د یادولو ده چې تېر کال ټولټال ۶۶۵۳۴ افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي چې له دې ډلې ۴۴۴۳۳ تنه یې په ۲۳۴ چارټر الوتکو خو ۲۲۱۰۱ تنه یې په عادي الوتکو کې افغانستان ته استول شوي دي. ترکیې همدا راز د ۱۲۳۸۵ پاکستانیایانو د اخراج خبر ورکړی دی.
د چارواکو په حواله تېر کال څه باندې ۱۲۰ زره کډوال له ترکیې څخه اخراج شوي چې دا «د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ډېر اخراج» بلل شوی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲ د نومبر په ۱۸مه په یوه ۷۳ پاڼیز راپور کې لیکلي وو چې د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې ترکیه په منظمه توګه افغان کډوال د ایران پر لوړ شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي. په دې راپور کې راغلي وو چې ترکیه کې افغان کډوالو ته چانس نه ورکول کېږي چې د نړیوالې ساتنې غوښتنه وکړي.
بیا ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: ترکیه افغان کډوال د ایران پر لور شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته سلګونه زره افغانان د ترکیې په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول. له دې سره له ترکیې څخه د کډوالو ایستلو لړۍ هم چټکه شوه. همدارنګه له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر هم ډېر شول.