کډوال د برېتانیا دوور بندر کې. انځور: رویترز
کډوال د برېتانیا دوور بندر کې. انځور: رویترز

د برېتانیا چارواکي وایي چې نږدې ۱۹۰ کډوالو پرون یکشنبه د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي. په ورته مهال د فرانسې سمندري ځواکونو یاد کانال کې د ۹۵ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی. سږ کال تر دې دمه تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال برېتانیا ته اوښتي دي.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې پرون یکشنبه ۱۸۹ کډوال چې په پنځو بېړیو کې سپاره ول د انګلیس کانال له لارې دوور بندر ته رسېدلي دي.

د برېتانیا د دفاع وزارت له قوله ویل شوي دي چې ۲۶ تنو نورو د تېرې شنبې په شپه د انګلیس کانال له لارې ځانونه د د دغه ساحلي اوبو ته رسولي او د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

د یادولو ده چې تېره چهارشنبه د جنورۍ ۲۵مه په ۸ کښتیو کې سپاره ۳۷۳ کډوال د سمندر له لارې برېتانیا ته اوښتي وو. همداراز د تېرې اونۍ په پیل کې شاوخوا ۴۵۰ کډوال په دې بریالي شوي وو چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي.

له دې سره سږ کال برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو شمېر له ۱۰۰۰ څخه اوښتی دی.

فرانسې ۹۵ کسان ژغورلي

د یو بل خبر له مخې، د فرانسې امنیتي ځواکونو پرون یکشنبه د جنورۍ ۲۹مه انګلیس کانال کې په دوو جلا پېښو کې ۹۵ کډوال ژغورلي دي. د وا دیو نور ورځپاڼې د خبر له مخې، د ژغورل شویو په ډله کې افغانان، عراقیان، ایرانیان، هندیان، ترکان، یو سودانی او یو فلسطینی شامل دي چې ټول له سمندره تر ژغورل کېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. په ژغورل شویو کې ماشومان او ښځې هم وې.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د ژغورنې عملیاتو له پیل څخه لږ مخکې د بېړۍ سپرلیو ژغورونکو ته ویلي وو چې مرستې ته اړتیا نه لري.

د برېتانیا حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۵ زرو ډېرو کډوالو په وړو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي چې ګڼ شمېر افغانان هم پکې دي. په ۲۰۲۱ کې بیا څه باندې ۲۸۵۰۰ کډوال برېتانیا ته رسېدلي وو.

بیا ولولئ: برېتانیا: لومړی وزیر ژمنه کوي چې د انګلیس کانال له لارې ورتلونکي کډوال «سمدلاسه» به اخراج کړي

له دې وړاندې د برېتانیا په یو پارلماني راپور کې راغلي وو چې ښايي په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې۶۰ زره کډوال په وړو کښتیو کې برېتانیا ته واوړي. داسې اټکل کېږي چې په روان کال کې به برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر دوه چنده شي.

 

نورې ليکنې