د ډنمارک د کډوالۍ ادارې پرون دوشنبه وویل چې افغان نجونو او ښځو ته به «په سیستماتیک ډول» پناه ورکوي. دوی دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې چې په افغانستان کې طالبانو پر مېرمنو بېلابېل بندیزونه لګولي او د افغان ښځو او نجونو ازادۍ محدودې کړې دي.
د ډنمارک د کډوالو ادارې د تېرې دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۳۰مه د اروپا د پناه غوښتنې اژانس وروستي راپور ته په اشارې سره وویل: «[د جنېوا] د مهاجرت کنوانسیون له مخې افغانستان کې د ځینو ډلو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو [اوسني] وضعیت د ځورولو او زجر ورکولو مصداق دی.»
بیا ولولئ: «افغانستان کې د مېرمنو پر کار ممنوعیت د مرګونو سبب کېدلای شي»
په اعلامیه کې راغلي دي چې د دغې پرېکړې پر اساس به هغو پنځو کسانو ته چې دوسیې یې ځنډول شوې وې پناه ورکول کېږي.
چارواکي همدا راز د هغو افغان مېرمنو او نجونو دوسیې (شاوخوا لس) هم بیا ارزوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې منفي ځواب ترلاسه کړی و.
زیاته شوې ده چې دوی به د هغو افغان نارینه وو قضیې (شاوخوا دېرش) هم بیا څېړي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته منفي ځوابونه ورکړل شوي وو.
بیا ولولئ: د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د بندېدو په اړه نړیوال غبرګونونه
د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته دغې ډلې د خلکو او بیا په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر حقونو او ازادیو بېلابېل بندیزونه ولګول.
اوسمهال په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي او ښځینه محصلینې له زدکړو محرومې شوې دي. همدارنګه ښځې نه شي کولی چې له محرم پرته سفر وکړي. دغې ډلې همدا راز په غیر دولتي موسساتو کې ښځې له کاره منع کړې دي او د شخصي پوهنتونو کانکور ازموینه کې یې د نجونو نوملېکنه ځنډولې ده.