په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، سلګونه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دې هیله پاکستان او ایران ته ولاړل تر څو له هغه ځایه د لودیځو هیوادونو ویزې ترلاسه کړي. یو شمیر دغه خبریالان یو ځل بیا په یوه اعتراضه غونډه کې ویلي چې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او نړیوالې ټولنې لخوا هیر شوي او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. شاوخوا ۲۰۰ دغه خبریالان یوازې په پاکستان کې د خپلو ویزو په تمه دي.
دغه خبریالان چې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۹مه، په پلازمینه اسلام اباد کې سره راټول شوي و، وايي چې په پاکستان کې د ویزو ستونزه، له زده کړو د دوې د ماشومانو محرومیدل، د پناه غوښتنې دوسیو ته اوږد انتظار، اقتصادي ستونزې او ګراني هغه څه دي چې د دوې ژوند يي تریخ کړی. دوې اړونده ادارې او هیوادونو په دې اړه په بې پامۍ تورنوي.
د بې پولې خبریالانو د نړیوال سازمان (آر اس اف) او د فرانسې د خبریالانو د ملي سندیکا (اس ان جی) هغه دوه بنسټونه دي چې د یو شمیر دغو خبریالانو وضعیت څاري.
ډیرۍ دغه افغان په لنډ مهاله ویزو پاکستان ته تللي چې دا مهال د ځینو د ویزو موده مخ په خلاصیدوه ده چې له دې سره دوې د پولیسو له نیونې او زورنۍ څخه ویره لري.
د دغه اعتراضیه غونډې یو افغان خبریال محمود کوچی چې شاوخوا یو کال کیږي له خپلې کورنۍ سره په اسلام اباد کې د ویزې په تمه دی وايي، له یو کال څخه ډیره موده کیږي چې افغان خبریالان په ګاونډیو هیوادونو کې په بد وضعیت کې ژوند تیروي. محمود کوچی وویل:« د ځینو خبریالانو د ویزو تاریخ پای ته رسیږي چې دوې د پولیسو څخه ویره لري. خبریالان نه شي کولای دلته کار وکړي، ګراني ډیره ده او دوې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.»
ښاغلی کوچی وايي، د طالبانو د ظلم، شکنجې له امله او د اولادونو د زده کړو له امله افغانستان پریښودلو ته اړ شوم اوس په په پاکستان کې هم زما اولادونه نه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د یاد اعتراضیه غونډې یوه بله ګډونواله واحده رفیع چې له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې د ویزې انتظار باسي وايي چې نن مونږ دلته راټول شوي یو ترڅو نړۍ ته خپل غږ ورسوو او ووایو چې پاکستان هم زمونږ لپاره د امن ځای نه دی. دغه افغانه خبریاله وویل:«مونږ له نامعلوم برخلیک سره مخامخ یو او د خبریالانو ملاتړ بنسټونو هم څه نه دي کړي.»
معترض خبریالان وايي چې په پاکستان کې ګراني ورځ تر بلې ډیریږي او په میاشتو میاشتو مونږ د خپلو دوسیو ځواب ته په تمه یو چې دغه اوږد انتظار له سختو اقتصادي ستونزه سره مخامخ کړي یو.
خاطره احمدي چې په افغانستان کې يي له طلوع نیوز ټلویزیون سره کار کاوه وايي:« له یو کال څخه ډیره موده کیږي خو تراوسه زمونږ دوسیې ته سمه رسیدنه نه ده شوې»

دغه افغان خبریالان، د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې له پاکستان څخه په یو دریم هیواد کې د دوې د استوګنې زمینه برابره کړي او که چیرې دا کار نه شي کولای نو له دوې سره دې مالي مرستې وکړي. همدارنګه دغه افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې( یو ان اچ سي آر) څخه غواړي چې د دوې دوسیو ته دې لومړيتوب ورکړل شي او له پاکستاني چارواکو سره د دوې د ویزو ستونزه هواره کړي.
دوې وايي چې د اوکراین له جګړې وروسته، نړۍ افغان خبریالان هیر کړي او د دوې دوسیو ته سمه رسیدنه نه کیږي.
د خبریالانو ملاتړ بنسټونه څه وايي؟
د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان او د فرانسې د خبریالانو د ملي سندیکا ( اس ان جی) هغه دوه بنسټونه دي چې ځینې خبریالان د دوې په مرسته له سفارتونو څخه د ویزو غوښتنه کړې. د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وايي یوازې هغه افغان خبریالان چې د ګواښونو له امله پاکستان او ایران ته تازه ورغلي وي ورسره مالي مرستې کیږي او د ویزو د اخیستلو په برخه کې هم ورته د ملاتړ یو لیک ورکول کیږي.
په پاکستان کې د آر اس اف دفتر مسول اقبال خټک کډوال نیوز ته ویلي چې د کډوال منونکو هیواد سره د افغان خبریالانو په اړه هلو ځلو ته دوام ورکوي خو نوموړی وايي چې ځینې اروپايي سفارتونه د کارمندانو له کمښت سره مخامخ دي نو ځکه د دوې دوسیه وخت ته اړتیا لري.
آر اس اف وايي چې تیر کال کې ۱۰۱ افغان خبریالانو سره مالي مرستې شوي او له فرانسوي چارکو سره همغږي شوې ترڅو په دریمو هیوادونو کې د ۶۸ افغان خبریالانو د ویزې د غوښتنې په برخه کې مرسته وکړي چې تر دې دمه یوازې ۷ تنو مثبت ځواب ترلاسه کړی او پاتې نور د فرانسوي چارواکو د ځواب په تمه دي.

د فرانسې د خبریالانو ملي سندیکا بل بنسټ دی چې په پاکستان او ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت څاري چې دا مهال له زرو څخه ډیر افغان خبریالان له دوې سره په لیست کې شامل دي.
په دغه بنسټ کې د افغانستان د برخې غړې کارین برزګر ویلي چې د فرانسې له بهرنیو چارو وزارت سره يي په پاکستان کې د افغان خبریالانو په اړه څو ناستې درلودې چې په وروستۍ ناسته کې يي دوې وویل: «مونږ د پاکستان په سفارت کې کافي کارکوونکي نه لرو.» کارین وايي چې له هغه وروسته کارکوونکي هم ډیر شوي خو متاسفانه هیڅ ګټه يي نه ده کړې.
د یادولو ده چې دا لومړی ځل نه دی چې افغان خبریالان په اسلام اباد کې دا ډول اعتراضیه غونډه جوړي بلکه له دې وړاندې هم دوې څو ځله لاریون کړی او له اړوندو ادارو او هیوادونو څخه يي غوښتې ترڅو د دې ستونزو ته رسیدنه وکړي. دغه خبریالان وايي که چیرې غوښتنې يي په پام کې و نه نیول شي نو لاریون ته به دوام ورکړي.