آرشيف انځور
آرشيف انځور

د اروا پوهنې يوې آلمانۍ کارپوهې وړانديز کړی دی چې کوربه هيواد ته د مهاجرو د رسېدو سره سم دې د هغوی ممکنه روانې ستونزې معلومې کړل کېږي.

اروا پوهې کاتالين دوهرمن و آلمانۍ ورځپاڼې «فرانکفورتر الګېماين» ته ويل دي چې د مهاجرو د راداخلېدو سره سم دې د هغوی ممکنه روانې ستونزې کتل کيږي. هغې زياته کړې ده: «موږ د خطر سره مخامخ کېږو که و تاوتريخوالي ته چمتو مهاجر ونه پېژنو.» د دغې کارپوهې په وينا صرف د توبرکلوز، تبې او نورو ورته ناروغيو کنټرول بسيا نه کوي.

دوهرمن نيوکه کړې ده چې د «ريفيوجي هلېت سکرينر» په نوم د مهاجرو د روغتيا په اړه پوښتنپاڼې تقريبا هيڅ نه کارول کيږي، حال دا چې دغه پاڼې په زياتو ژبو کې شته دي. هغې زياته کړې: «د اروپايي اتحاديې هيڅ هيواد دا کار نه کوي، حال دا چې د اروپايي اتحاديې اصول د دې غوښتنه کوي.» دغه کارپوهه اټکل کوي چې ښايي يادې پوښتنپاڼې ځکه نه ويشل کيږي ولې چې اړونده اروپايي هيوادونه بيا وېره لري چې پر اړينه درملنه به يې زيات لګښتونه راشي. هغه زياتوي: «د دې تر څنګ داسي نظر شته چې ګواکې رواني روغتيا يو شانته عياشي ده. خو زه دا نظر ناسم بولم. يو مهاجر چې د شپې بد خوبونه ويني، هغه ژبه نشي زده کولای ځکه چې ځان هميشه په خطر کې احساسوي، کله چې ژور خفګان لري.»

د دغې کارپوهې په وينا حتمي نه ده چې هره بهتري دي د زيات لګښت سره مل وي. د هغې په وينا هر رواني ستونزه لرونکی مهاجر حتمي نه ده چې «حد اکثر درملنه» ولري. هغه وايي چې دا ممکنه ده چې په يو واري آن ۵۰۰ زره انسانان په رواني توګه مراقبت ترلاسه کړي. هغې په دې لړ کې د تدريجي پروسې رامنځته کول وړانديز کړي دی. د هغې په وينا په دې کې د تېراپي يا درملنې پر وخت د ژباړونکو او د روغتيايي مراقبت کوونکو شتون ياد شوی دی. د هغې په وينا کوم مهاجر چې جدي روانې ستونزي ولري، هغوی بيا و ارواپوهانو ته د درملنې لپاره لېږدول کېدلای او آن په اړونده مراکزو کې بستر کېدلای شي.

د «پسايکو تراوماتولوګي يا روانې ژوبلو د پوهانو د اختصاصي مرکز» دغې مشرې د مهاجرو له خوا تر سره شوو د تاوتريخوالې تازه پيښو ته په کتو سره ويلي دي چې اکثريت دغه کسانو په ډېر لوی احتمال په خپله د تاوتريخوالي د قرباني کېدو تجربه لرلې ده. د هغې په وينا عموما نارينه د تاوتريخوالي د قرباني کېدو په صورت کې پخپله هم تاوتريخوالي ته لاس اچوي، په داسي حال کې چې مېرمنې د ژور خفګان سره مخامخ کېږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې