له آلمان څخه د مهاجرو اخراج ـ آرشيف انځور
له آلمان څخه د مهاجرو اخراج ـ آرشيف انځور

د مهاجرت لپاره د آلمان د حکومت ځانګړي مامور يوآخيم شټمپ وايي چې د اخراج په پروسه کې د مهاجرو د اصلي هيوادونو همکاري ډېره مهمه ده.

يوآخيم شټمپ غواړي چې د مهاجرو د اصلي هيوادونو سره د اخراج پر موضوع د همکاريو رامنځته کولو لپاره خبرې اترې وکړي. د مهاجرت لپاره د آلمان د حکومت نومول شوي دغه ځانګړي مامور د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ د جنورۍ په ۳۱ نېټه) د آلمان راډيو ډويچلانډ فونک ته دا څرګندونې وکړې. د هغه په وينا په تيرو وختونو کې دا ډول هڅې زياتې بريالي نه وې.

د شټمپ په وينا پکار ده چې د مهاجرو د اصلي هيوادونو سره جوړجاړی وشي او ورسره همکارۍ رامنځته کړل شي. د آلمان د ليبرال ګوند سره تړاو لرونکي دغه سياستوال په دې تړاو نور جزيات نه دې وړاندې کړې. د هغه په وينا و ياد مقصد ته د رسېدو لپاره ډېر اوږد مزل پاته دی.

شټمپ ويلي دي چې د آلمان اکثريت وګړې د اخراج په هلکه يو روښان او شفاف دريځ غواړي ووينې. د هغه په وينا هغه څوک چې غواړي د دغې ستونزې په هوارۍ کې جدي اقدام وکړي، هغه ته بايد چانس ورکول شي. د دغه مامور په وينا ټول هغه قانوني امکانات بايد په کار واچول شي چې پر ټولنه بار او په زياته د جنايتکارانو او ګواښ پېښوونکو په اخراج کې کارول کېدلای شي.

شټمپ پخوا د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالت د ادغام وزير او د ايالتي لومړي وزير مرستيال و. د آلمان حکومت د مهاجرت لپاره ځانګړې اداره او ماموريت رامنځته کړ چې مشري يې شټمپ ته سپارلې ده. نوموړی د چهارشنبې په ورځ خپل دغه ماموريت پېلوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې