د کډوالو کښتۍ. انځور: د یونان ساحلي ځواکونه، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱
د کډوالو کښتۍ. انځور: د یونان ساحلي ځواکونه، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱

د اروپا ځینو هېوادونو کې سلګونه کډوال د کښتیو او یا موټرو د چلولو په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي. پر دغو کسانو تور دی چې «ناقانونه کډوالۍ» ته یې لاره هواره کړې ده. ډېری دغه کډوال د بند په سزا محکوم شوي دي.

کله چې مهتاب سابترا خبره شوه چې پلار یې په یونان کې بندي دی، د ارامتیا احساس یې وکړ. هغې او خور یې له لسو ورځو راهیسې د خپل پلار همایون سابترا په هکله هېڅ راز معلومات نه درلودل. اته پنځوس کلن همایون له ترکیې څخه یونان ته د تګ لپاره له قاچاقبرو سره اړیکه نیولې وه. مهتاب خوشاله وه چې پلار یې «ژوندی» دی.

خو څو میاشتې وروسته یې خوشالي په وېر بدله شوه. مهتاب کډوال نیوز ته وایي: «پلار مې د خپل وضعیت په هکله جزیات پټ ساتل، ویل یې چې د کډوالو په تړلي کمپ کې دی، خو هیله لري چې خوشی به شي. خو رښتیا خبره دا وه چې د کوریدالوس زندان کې و. فکر مې نه کاوه چې حال به یې ډېر خراب وي. پلار مې [د کډوالو لېږدونکي] موټر چلولی و.»

پر همایون سابترا تور دی چې له ۷ تنو نورو سره یو ځای یې ځان یونان ته رسولی دی او هغه موټر یې چلولی چې کډوال پکې سپاره ول. د یونان د قوانینو له مخې، همایون د قاچاق وړونکي او یا «د ناقانونه کډوالۍ د تسهیل کوونکي» په توګه پېژندل کېږی. د اکاتیمریني ورځپاڼې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر ۲۲۰۰ زیات کسان چې د قاچاق تور پرې لګول شوی په یونان کې بندیان دي. اروپایي ټولنه کې بیا د بندیانو شمېر زرهاوو تنو ته رسېږي: له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې اروپایي ټولنه کې لږترلږه ۹۸۶۲ کسان د «کډوالو د قاچاق» په تور نیول شوي دي.

د دغو کسانو په ډله کې د همایون سابترا په څېر زیات شمېر کډوال هم دي چې د کښتیو او یا موټرو د چلولو په تور نیول شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه دغه کډوال «د قاچاقبرو د ښکار» قربانیان بولي. ځینې کسان د کښتیو د چلولو، د قطب نما او سټلایټ تېلېفون درلودلو او یا له ژغورونکو سره د اړیکې نیولو په خاطر په کلونو بند محکومېدلی شي.

«تفنګچه یې را باندې ونیوله، ډېر ډارېدلی وم...»

فواد کاکایي او عثمان* چې د ایران او مالي اتباع دي د کډوالو د کښتیو د چلولو په تور څو کاله په بند کې تېر کړي دي. دوی چې اوس له زندانه خوشي شوي دي ځان د ناعادلانه قضایي سیستم قرباني بولي.

یو دېرش کلن فواد کاکایي هغه مهال د پولیسو له خوا ونیول شو چې غوښتل یې د ۲۰۱۹ په ډېسمبر میاشت کې د مانش کانال له لارې برېتانیا ته واوړي. هغه د برېتانیا ساحلي ځواکونو ونیوه. له ۲۰۱۵ راهیسې تر ۹۰۰ زیات کسان د «ناقانونه کډوالۍ د تسهیل» په تور یوازې د برېتانیا په کېنت ښار کې نیول شوي دي. فواد د اژې سمندر او ورپسې د بالکان هېوادونو له لارې ډنمارک ته رسېدلی و خو هلته یې د پناه غوښتنه رد شوه. نوموړي برېتانیا ته د تګ لپاره له قاچاقبرو سره اړیکه ونیوله. دغه ایرانی په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۳ تنو نورو کډوالو سره یو ځای په یوه کښتۍ کې سپور شو. خو محکمې د کښتۍ د چلولو په خاطر په ۲۶ میاشتو بند محکوم کړ. فواد وایي چې زندان کې ورسره ۲۸ نور بندیان هم وو چې د «ناقانونه کډوالۍ د اسانولو» تور پرې لګول شوی و.

د مالي اوسېدونکی عثمان وایي چې له مجبورۍ یې کښتۍ چلولې ده. هغه چې د سیسیل په کتان ښار کې د خپلې مدافع وکیلې په دفتر کې ناست دی وایي: «له سفر مخکې مې سمندر یوازې په ټلویزیون کې لیدلی و.» عثمان چې له ۱۱۵ تنه نورو کډوالو سره یو ځای په یوه کښتۍ کې سپور و له لیبیا څخه اروپا ته د تګ هڅه درلوده. کښتۍ یوه سپین پوستي سړي چې تفنګچه ورسره وه چلوله. عثمان وایي: «کښتۍ چلوونکي مې لاس ونیوه، پر موټور یې کېښود او یوې بلې کښتۍ ته یې خېز وواهه. تفنګچه یې را باندې ونیوله، ډېر ډارېدلی وم.» که څه هم د کښتۍ نورو سپرلیو د پلټنو په ترڅ کې د عثمان ویناوې تایید کړې، خو عثمان وایي چې له کښتیه تر ښکېدو کېدو سره سم زندان ته ولېږدول شو. د هغه په وینا: «یوه میاشت مې په زندان کې تېره کړه خو خبر نه وم چې ایټالیا کې یم.»

مهتاب سابترا وایي: «داسې معلومېږی چې دا د قاچاقبرو ستراتیژي ده: دوی تر یو ځایه پورې له کډوالو سره ځي، خو کله چې پوه شول چې نور د بېرته ګرځېدو امکان نشته نو کډوالو ته وایي چې کښتۍ دې وچلوي.» د مهتاب پلار هم د قاچاقبرو په لومه کې لوېدلی دی. همایون کمې پیسې درلودې او قاچاقبر ته یې ویلي وو چې اروپا ته له رسېدو سره سم به ۲۰۰۰ یورو ورکړي. خو کله چې د یونان اوبو ته ورسېد، قاچاقبر دې ته اړ کړ چې تر تسالونیک پورې کښتۍ وچلوي. همایون سابترا د ۲۰۲۲ د سپتمبر په ۲۶مه د پولیسو له خوا له نیول کېدو یو کال وروسته په ۱۸ کلونو بند محکوم شو.

مهتاب وایي: «پلار مې یو له هغو میلیونو کسانو دی چې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی او د کډوالۍ پر لاره دې ته اړ شو چې په اصطلاح غیرقانوني کار وکړي. قاضیان پوهېږي چې پلار مې قاچاق وړونکی نه دی، خو دوی د نورو مهاجرو د منصرف کولو لپاره ځینې کسان قربانوي. تر ټولو غمجنه خبره دا ده چې دا کار کډوال منصرف کوي نه: دوی د بایللو لپاره هېڅ نه لري.»

قضایي سیستم کې ستونزې

په ورته مهال د یونان په ساموس ټاپو کې مدافع وکیل دمیتریس چولیس وایي: «زیات شمېر کسان نه پوهېږي چې ولې نیول شوي دي.» نوموړي چې په ۲۰۲۰ کې یې د یومن رایتز لیګل پروجکت سازمان بنسټ اېښودلی تر اوسه د لسګونو کډوالو د قضیو دفاع کړې ده. دغه سازمان له کډوالو سره په قضایي او عدلي چارو کې مرسته کوي. دمیتریس وایي: «دوی [چارواکي] یو داسې مدافع وکیل ټاکي چې په لسو دقیقو کې د تورن کس دوسیه چمتو کوي، محاکمه په لسو دقیقو کې ترسره کېږي، قاضي تورن کس د کښتیو او یا د موټرو د سپرلیو د شمېر په تناسب په بند محکوموي او تورن کس زندان ته اچول کېږی.»

د یونان د قوانینو له مخې، د هر یو کس د انتقال لپاره ۱۰ کاله بند سزا ټاکل شوې ده. د ۲۰۲۲ په می میاشت کې یو سوریایی د کډوالو د کښتۍ چلولو په تور چې د یونان پاروس ټاپو ته نږدې ډوبه شوه په ۱۸۷ کاله بند محکوم شو. ډېری بندیان تر ۲۰ کلونو پورې په زندان کې ساتل کېږی او د بند سزا یې په استیناف محکمو او یا مخففه حالاتو کې کمېدلی شي. دمیتریس وایي: «قاضي محاسب نه دی. قاضیان باید هڅه وکړي چې پوه شي او مناسبه سزا وټاکي.»

بل پلو د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه پر«نمایشي څېړنو» نیوکه کوي او وایي چې د دغو تحقیقاتو په پایله کې بې ګناه کسان زندان ته استول کېږي. خو د یونان د ساحلي ځواکونو ویاند له لیبراسیون ورځپاڼې سره خبرو کې دغه ادعاوې ردوي او وایي له قضایي پروسو مخکې بشپړ مقدماتي تحقیقات ترسره شوي دي.

دمیتریس چولیس وایي: «پر یو کس تور و چې قاچاقبر دی ځکه چې جي پي اس یې درلود. ځینې وختونه دوی په خپله خوښه یو کس انتخابوي.»

که څه هم عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي وو چې قاچاقبرو ته یې په لیبیا کې پیسې ورکړې دي، خو د ایټالیا پولیسو عثمان په دې تورن کړ چې د ګټې د ترلاسه کولو په موخه یې کښتۍ چلولې ده. عثمان وایي: «د محکمې یو لیک مې ترلاسه کړ چې په انګلیسي و، حال دا چې زه یوازې په بامبارا ژبه پوهېږم. نه پوهېدم چې څه پکې لیکل شوي دي، دوی ما ته وویل چې لاسلیک یې کړم، لاسلیک مې کړ.» خو وروسته بیا روښانه شوه چې دا یې اعترافات دي. عثمان چې وکیل یې نه درلود په لومړۍ محکمه کې په ۸ کاله زندان محکوم او د ۴ میلیونو یورو جریمه ورته وټاکل شوه. هغه وایي: «ناهېلی شوی وم.»

عدلي او قضایي مرستې

په زندان کې عثمان د سیسیلۍ مدافع وکیلې روزا لو فارو نوم اوري. روزا لو فارو چې اوس د عثمان مدافع وکیله ده په دې بریالۍ کېږي چې استیناف محکمه کې د عثمان د بند موده کمه کړي. عثمان په ۲۰۲۰ کې له شاوخوا درې کلن بند وروسته له زندانه خوشی کېږي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د بشري حقونو سازمانونه او مدافع وکیلان هڅه کوي چې د کډوالو د نیول کېدو پر وړاندې مبارزه وکړي. تېر اوړی د الارم فون، سي واچ او باردرلاین یوروپ په ګډون ځینو سازمانونو د کپتېن سپورټ په نوم یو پراخ کمپان پر لاره واچاوه چې موخه یې کډوالو ته د قانوني حقونو او شته ګواښونو په اړه معلومات ورکول دي. له کډوالو سره وړیا قضایي مرستې هم کېږي.

په یونان کې د یومن رایتز لیګل پروجکت او د لېسبوس حقوقي سنټر په دې بریالي شوي چې ځینې مهاجر له زندانه وژغوري. د ۲۰۲۲ ډېسمبر په ۹مه دوه افغانان چې په ۵۰ کلونو زندان محکوم شوي وو له درې کلن بند وروسته خوشي شول. خو خیوس ټاپو کې مدافع وکیل السکاندروس ګیورګلیس وایي چې دوی غواړي چې د اروپا په کچه قانون کې بدلون رامنځته شي.

همایون سابترا تر اوسه په زندان کې دی. مهتاب وایي چې د محاکمې راهیسې ښه نه خوري او ښه خوب نه کوي. اوس دغه ځوانه محصله هڅه کوي چې نورو ته د شته ستونزو او د حل لارو په اړه معلومات ورکړي. نوموړې وایي چې د پلار کیسه یې رسنیزه شوه، خو د ګڼو نورو کسانو غږونه نه اورېدل کېږي.

  • مستعار نوم

لورېنزو دګوستینو او ستاوروس ماليچودیس د دغه راپور جوړولو کې برخه اخیستې ده.

دا راپور د تحقیقي ژورنالیزم فور یوروپ او د لایټ هوس رپورټز په مرسته چمتو شوی دی.

 

نورې ليکنې