د برېتانیا د کډوالو شورا په خپل تازه راپور کې وایي چې په ۲۰۲۲ کې د هغو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې د انګلیس کانال له لارې یې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي.
د برېتانیا د کډوالو شورا په خپل نوي راپور کې وایي چې تېر کال د هغو افغانانو شمېر کې ډېروالی راغلی دی چې په وړو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي دي. د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کې ۶۶۲۲ افغان کډوالو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي چې له البانوي کډوالو وروسته برېتانیا ته د رسېدلو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده. په همدغه موده کې بیا ۱۵۰۰۰ البانویان د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۰ له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ تر مارچ میاشتې پورې یوازې ۶۶۶ افغان کډوال د سمندر له لارې برېتانیا ته اوښتي وو چې د تېر کال پرتله لس چنده کموالی ښيي.
دا هم ولولئ: ۲۰۲۲ کې برېتانیا ته په وړو کښتیو کې له ۴۵ زرو ډېر کډوال اوښتي
زیاته شوې ده چې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د هغو افغانانو شمېر تر پخوا زیات شوی دی چې غواړي د سمندر له لارې برېتانیا ته واوړي.
په ۲۰۲۱ کې د برېتانیا حکومت ژمنه وکړه چې د افغانانو د بیا مېشتولو پروګرام په چوکاټ کې به ۲۰ زره افغان کډوال ومني، خو تر دې دمه یې یوازې ۶۳۰۰ افغانانو ته پناه ورکړې ده.
د کډوالو شورا لیکلي دي چې د افغانستان، سوریې او ایران اتباعو لپاره د خوندي لارو نشتوالی د دې سبب شوی دی چې د دغو هېوادونو کډوال په وړو کښتیو کې برېتانیا ته د تګ هڅه وکړي.
دا هم ولولئ: د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال برېتانیا ته رسېدلي دي
د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کې د هغو ایرانیانو، عراقیانو او سوریایانو شمېر هم ډېر شوی دی چې د سمندر له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. په برېتانیا کې د افغان او سوریایي کډوالو د منل کېدو چانس ۹۸ سلنه، د ایراني کډوالو ۸۲ سلنه خو د عراقيانو د منل کېدو چانس بیا ۵۳ سلنه ښوول شوی دی.
د کډوالو شورا ویلي دي: «ډېری هغه کسان چې په کښتیو کې برېتانیا ته راځي د پناه غوښتلو لپاره کافي دلایل لري، دا هغه کسان دي چې امنیت ته اړتیا لري.» په وینا یې د حکومت له خوا د کډوالو نیول او یا ایستل «غیرانساني» دي او میلیونونه پونډ لګښت پرې راځي.