په آلمان کې د پناه غوښتونکو آرشيف انځور
په آلمان کې د پناه غوښتونکو آرشيف انځور

د دې لپاره چې پناه غوښتونکي د خپلې پناه غوښتنې او دريځ په هکله مشاورت تر لاسه کړلای شي، د آلمان حکومت غواړي چې ورته يو نوی پروګرام تمويل کړي.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي د آلمان حکومت غواړي چي د پناه غوښتونکو لپاره مفتې قانوني مشورې او مشاورت آسانه کړي. حکومت غواړي چې د دغه مقصد لپاره د چارواکو او ادارو څخه پرته د مشاورت امکانات برابر کړي.

د آلمان مرکزي حکومت غواړي د دغه مقصد لپاره ۲۰ مليونه يورو و هغو خيريه او مرستندويه مؤسسو ته ورکړي، چې د ياد مشاورت لپاره پروګرامونه جوړوي. دا خبره د آلمان د کورنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په برلين کې وکړه. د ياد وزارت د وياند په وينا د آلمان حکومت غواړي چې په ياده ساحه کې د مخکې شته امکاناتو تر څنګ نوي امکانات هم تمويل کړي.

د آلمان د کورنيو چارو د وزيري نېنسي فېزر په وينا زيات شمېر پناه غوښتونکي له خپلو اصلي هيوادونو د چارواکو څخه ښه تجربه نه لري او له دې کبله په آلمان کې هم و رسمي ادارو ته خپل کړاو ويلو کې شک او ترديد لري. د هغې په وينا له دې کبله به له دې وروسته د پناه غوښتنې په تړاو حقوقي مشاورت له چارواکو سره نه وي تړلی. د فېزر په وينا له دغو نوو امکاناتو څخه به همجنس خوښوونکې او نورې ډلې هم ګټه واخيستلای شي.

مرستندويه سازمانونه او خيريه مؤسسې په سمدلاسه توګه د آلمان له حکومت څخه د پناه غوښتونکو د قانوني مشاورتي پروګرامونو لپاره پيسې غوښتلای شي. ويل شوي چې د دغه پروګرام مقصد دا دی چې پناه غوښتونکي د خپلې پناه غوښتنې د پروسې او قوانينو په هکله مشاورت ترلاسه کړلای شي. زياته شوې چې پناه غوښتونکي په رضاکارانه توګه له دغه مشاورتي امکاناتو ګټه اخيستلای شي او دغه اجباري نه دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې