د ايټالوي پوليسو آرشيف انځور / پيکچر الاينس
د ايټالوي پوليسو آرشيف انځور / پيکچر الاينس

د ايټاليې چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې داسي يوه شبکه يې کشف کړېده چې په ناقانونه مهاجرت کې ښکېله ده.

د ايټالوي پوليسو په وينا خپلې پلټنې يې په ۲۰۱۶ کال په آلمان کې د کرسمس پر وخت په بازار کې د خونړي بريد وروسته پېل کړې. د کورنيو چارو د وزير ماتيو پيانتېدوسي په وينا په يو شمېر هغو بهرنيانو کې چې غوښتل يې په ناقانونه توګه ايټاليې ته داخل شي، بعضي يې د «جهادي ډلو سره مربوط» ول.

د ايټاليې د کورنيو چارو وزرات په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې پلټنو ته يې د «لانده بوټونه» نوم ورکړی و او دا چې د دغو پلټنو په نتيجه کې يې درې تونيسي موندلي چې ورباندي شک کېږي چې د ناقانونه مهاجرت په ترڅ کې مرسته کوونکي پاته شوي دي. زياته شوې چې په دې ترڅ کې په لسونو ځايونه تلاښي شوي هم دي.

د پوليسو په وينا ۳ کسان نيول شوي او ۴۴ نور تړاونه څېړل شوي دي. زياته شوې چې د نيول شوو ۳ کسانو تر څنګ په لسونو نور شمېر کسانو په زياته د شمالي افريقا د وګړو سره مرسته کوله چې د پيسو په بدل کې په ناقانونه توګه سيسلي ټاپو ته ولاړ شي. پوليسو ويلي چې دغې مجرمې ډلې په سيسلي کې د مهاجرو سره د اړينو اسنادو په په لاس راوړلو او بيا د شينګن په ساحه کې نورو هيوادونو ته په سفر کولو کې مرسته کوله.

په ۲۰۱۶ کال د انيس امري په نوم يو کس په برلين کې د لارۍ موټر د په زور اخيستلو وروسته په هغه باندي د کرسمس په بازار کې موجوده ګڼه ګوڼه وژونکی بريد وکړ. په بريد کې دولس کسان وژل شوي ول. امري د تونس هيواد وګړی ؤ او په جعلي اسنادو سره په اروپا کې ګرځېدی.

پيانتېدوسي ويلي دي چې په اروپا کې دننه د مهاجرت بهير بايد کنټرول شي ولې چې په وينا يې د نورو ګواښونو تر څنګ د نړيوالې ترهګرۍ سره هم تړاو ممکن دی.

د ايټاليې پر نوي توندلاره ښې اړخه حکومت تنقيدونه زيات دي، ولې چې د خصوصي مرستندويه سازمانونو له خوا په مديترانه کې په ژغورونکو عملياتو کې خنډونه جوړوي.

آ./ا.ا.


 

نورې ليکنې