يلفا يوهانسون / انځور: اي پي اې
يلفا يوهانسون / انځور: اي پي اې

د اروپايي اتحاديې داخله کميساري يلفا يوهانسون ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې پر شاوخوا د ديوالونو او اغزي لرونکو تارونو کټارو راګرځول ښه حل نه دی.

د اروپايي اتحاديې يو شمېر هيوادونه پر اروپايي کميسیون فشار راوړي چې د سرحدي دېوالونو او کټارو په تمويل کې يې مالي مرسته وکړي. هغوی غواړي چې دغه دېوالونه او کټارې د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو جوړې کړي.

خو د کورنيو چارو لپاره کميساري يلفا يوهانسون ويلي دي چي اتحاديه به د دغو کټارو جوړونې د تمويل لپاره هيوادونو ته پيسې ورنکړي. هغې زياته کړېده: «موږ له کلونو راهيسي دا بنيادي اصل لرو چې هيڅ ډول اغزي لرونکي تارونه او ديوالونه نه تمويلوو. زما په فکر په دې کې نبايد چې تغير راولو.»

يوهانسون د سه شنبې په ورځ د آلمان د خبري آژنس او نورو رسنيو سره په مرکه کې يادې څرګندونې کړي دي. د هغې په وينا داسي څه نه ويني چې ګواکې په ياده موضوع کې به د اروپايي اتحاديې دريځ تغير وکړي. د سوېډن سره تړاو لرونکې دغې سياستوالي زياته کړېده: «د دېوالونو او اغزي لرونکو تارونو غځول د زياتو دلايلو له مخې د اروپايي اتحاديې له پاره ښه حل نه دی.»

د هغې په وينا که څوک غواړي چې په رشتيا مهاجرت اداره کړي نو بايد چې و اروپايي اتحاديې ته د انسانانو د رسېدلو مخکې موضوعات اداره کړي. خو دغې کميساري نه غوښتل چې د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو د «فيزيکي جوړښتونو» د تمويل امکان رد کړي. دا ډول جوړښتونه د مثال په توګه د څارنې تخنيکي آلات کېدلای شي.

تر لسو څخه زياتو د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د ۲۰۲۱ کال په مني کې لا غوښتنه کړېوه چې حد اقل په جزوي توګه د فيزيکي سرحدي موانعو تمويل له مشترک دخل څخه وکړي. خو د بروکسل اداره په کلکه سره دا ډول غوښتنې ردوي. لږ وخت مخکې د اتريش صدراعظم کارل نېهامر د بلغاريې او ترکيې تر منځ پر سرحد باندي د سرحدي کټارې د جوړولو لپاره د ۲ ملياردو يورو غوښتنه کړې وه. ښايي دغه موضوع د اروپايي اتحاديې په راتلونکې سرمشريزه کې بيا مطرح شي. دغه سرمشريزه راتلونکې اونۍ تر سره کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې