د چک او سلواکیا پر پوله نیول شوي کډوال. انځور: واسلاو سالک، پېکچر الاینز
د چک او سلواکیا پر پوله نیول شوي کډوال. انځور: واسلاو سالک، پېکچر الاینز

د چک جمهوریت چارواکو پرون چهارشنبه وویل چې سر له راتلونکې یکشنبې به له سلواکیا سره پر پوله کنترول پای ته رسوي. د چک او سلواکیا ترمنځ کنترول څلور میاشتې مخکې پیل شوی او هدف یې د کډوالو مخنیوی و.

د چک چارواکي وایي چې د شېنګن زون د دغو غړو هېوادونو ترمنځ کنترول به د راتلونکې یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

د چک جمهوریت چارواکو له سلواکیا سره پر پوله امنیتي کنترول د ۲۰۲۲ د سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېته پیل کړ، کله چې له سلواکیا سره د ورتلونکو کډوالو شمېر زیات شو. ټاکل شوې وه چې د پولې پر ۲۷ سیمو کنترول یوازې لس ورځې دوام وکړي، خو دغه موده څلور میاشتې نوره وغځېدله.

بیا ولولئ: چک جمهوریت د سلواکیې سره پر سرحد د کنټرول موده وغځوله

هغه وخت د چک د کورنیو چارو وزیر ویت راکوشان له سلواکیا پر پوله امنیتي کنترول د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره ضروري بللی و. نوموړي ویلي وو چې د ۲۰۲۲ په سپټمبر میاشت کې د دواړو هېواد ترمنځ پر پوله هره ورځ نږدې ۴۰۰ کډوال نیول شوي دي چې ډېری یې سوریایان دي. په وینا یې: «د روان کال تر دې مودې پورې [د چک] پولیسو ۱۱۰۰۰ غیر قانوني کډوال نیولي دي.»

هغه د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ لومړۍ نېته وویل چې پر پوله کنترول د دې سبب شوی دی چې د ورتلونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ کموالی راځي.

راکوشان دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو د کنترول له پیل راهیسې نږدې ۳ میلیونه کسان تلاشي کړي دي او ۲۵۴۵ تنو ته یې هم چک جمهوریت ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې. همدارنګه نږدې ۱۰ زره کډوال او ۱۴۱ قاچاقچیان نیول شوي دي. د ویت راکوشان په خبره، دغو کډوالو غوښتل چې د چک جمهوریت له لارې ځایونو د اروپا لوېدیځو هېوادونو ته ورسوي.

بیا ولولئ: د کډوالو د څپو مخنیوی: چک جمهوریت له سلواکیا سره پر پوله نور سرتېري استوي

 چک جمهوريت او سلواکیا د شينګن زون غړي هيوادونه دي. د دغه زون غړي هيوادونه یوازې په استثنایي حالاتو کې - لکه د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره - پر خپلمنځي پولو کنترول کولی شي. 

 

نورې ليکنې