د اروپايي اتحاديې د کميسيون رئيسي اورزولا فون دېر لاين د غېراصولي مهاجرت د مخنیوي لپاره څلور ټکي لرونکی يو پلان معرفي کړ.
فون دېر لاين دغه پلان د اروپا پارلمان ته په داسي حال کې وړاندي کړ چې د اروپايي اتحاديې ځانګړې سرمشريزه راتلونکې اونۍ د فبرورۍ په ۹مه نېټه دايرېدونکې ده. د اروپايي اتحاديې د کميسيون دغې رئيسي وويل چې د غېراصولي مهاجرت د مخنيوي لپاره د اتحاديې د باندنيو پولو بهتره ساتنه مهمه ده. د هغې په وينا د دې تر څنګ بايد چې اخراجونه زيات او د غړو هيوادونو تر منځ پېوستون او همکاري زياته شي. هغې د اروپايي اتحاديې دباندې هيوادونو سره هم د همکارۍ زياتول مهم وبلل. په دې تړاو د پروتستانت آژانس راپور خپور کړی دی.
د فون دېر لاين په وينا د بلغاريې او ترکيې تر منځ د پولې څارنه د مثال په توګه د بې پلوټه الوتکو په مرسته او د فرونتېکس آژانس په لا زيات حضور کې کېدلای شي. هغې و مديترانې ته په اشاره کولو سره وويل چې د مهاجرت دغه لاره د زياتو انسانانو د مړيني سبب ګرځي. هغې پر دې ټيڼګار وکړ چې د اروپايي اتحاديې غړي او د شمالي افريقا هيوادونه بايد د تلاښ او ژغورنې ماموريتونه سره همږغي او يو د بل سره په مرسته تنظيم کړي. د فون دېر لاين په وينا بايد چې د قاچاق وړونکو او د هغوی د ډلو پر ضد مبارزه هم چټکه کړل شي.
فون دېر لاين د دويم ټکي په توګه وويل چې اروپايي اتحاديه بايد په دې کې بريالۍ شي چي د اخراجونو شمېر زيات کړي. د هغې په وينا هر کال د تقريبا ۳۰۰ زرو اخراجونو فيصلې کيږي خو صرف ۷۰ زره اخراجونه عملي کيږي. هغې وويل چې که د اروپايي اتحاديې په يو غړي هيواد کې د يو کس د اخراج امر صادر شي نو بايد چې دغه امر په نورو ټولو غړو هيوادونو کې هم قابل عمل وي. د هغې په وينا که د مثال په توګه په ايټاليا کې د يو چا د پناه غوښتنه رده شي نو که هغه فرانسې ته ورسيږي، نو بايد له فرانسې څخه يې هم بايد په مستقيمه توګه خپل اصلي هيواد ته اخراج کړلای شي. فون دېر لاين وويل چې ياد کار د شينګن د نوي معلوماتي پروګرام له کبله ممکن دی. په وينا يې ياد سيسټم له مارچ مياشتي څخه فعاليږي.
هغې د دريم ټکي په توګه بايد چې د دې مخه ونيول شي چې پناه غوښتونکو د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ په ناقانونه توګه تګ راتګ وکړي. د فون دېر لاين په وينا د دغه پر ځای بايد چې د مهاجرو منلو يو منظم او د غړو هيوادونو تر منځ د پېوستون پر اساس ولاړ يو ميکانيزم رامنځته شي.
د کميسيون رئيسي د څلورم ټکي په توګه د مهاجرت د مخنيوي په مبارزه کې د مهاجرو د اصلي هيوادونو پر راښکېل کولو ټينګار وکړ. د هغې په وينا اروپايي اتحاديه کولای شي چې د دغو هيوادونو سره د تعليم او اقتصاد په برخه کې مرستې وکړي. په وينا يې دا ډول همکاري د غېراصولي مهاجرت په کمولو او د اخراجونو په زياتولو کې مرسته کولای شي. فون دېر لاين وويل:«موږ بايد چې يو عادل توازن پيدا کړو.»
فون دېر لاين وويل چې د فبروۍ په ۹ نېټه به د اروپايي اتحاديې سرمشريزې ته دغه څلور ټکي لرونکی پلان وړاندې کړي. د هغې په وينا د مهاجرت په تړاو تړون به په اوږدمهاله توګه ګټور وي. هغې په ۲۰۲۰ کال په سپتامبر مياشته کې د مهاجرت په تړاو د تړون وړانديز کړی و. په دغه کې د پناه غوښتنې د پروسې د بهتره کولو او د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو د غړو هيوادونو تر منځ د عادلو سهميو د رامنځته کولو وړانديز شامل و. خو په دې تړاو د قاطع پرېکړو مخنيوی د بعضو غړو هيوادونو له خوا کيږي.
آ./ا.ا.