اورلي هوایي ډګر. انځور: ویکپدیا کریتېو کامنز
اورلي هوایي ډګر. انځور: ویکپدیا کریتېو کامنز

هغه کډوال چې د سرحدي پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته انتظار زون کې ساتل کېږي، اړ دي چې محکمې ته حاضر شي. انتظار زون هغه ځای ته وایي چې اسناد نه لرونکي بهرنیان پکې ساتل کېږي.

په فرانسه کې د ازادیو او د حبس قاضي دنده لري چې د چارواکو له خوا د بندیانو حقونو رعایت ته پاملرنه وکړي.

ډېری هغه بهرنیان چې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د فرانسې د سرحدي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته په انتظار زون کې ساتل کېږي د ازادیو او د حبس قاضي حضور ته حاضرېږي. په فرانسه کې شاوخوا سل د انتظار زونونه شته چې په هوایي ډګرونو، بندرونو او اډو کې موقعیت لري.

هغه کسان چې د سفر د اسنادو پرته فرانسې ته راځي د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته تر ۲۰ ورځو پورې په انتظار زون کې ساتل کېږی. 

له ۴ ورځو وروسته محکمه ته حاضرېدل

د فرانسې د قوانینو له مخې، که چېرې پولیس انتظار زون کې د یو بهرني کس د ساتلو د مودې د غځولو غوښتنه وکړي، دغه کس باید له ۴ ورځو وروسته محکمې ته حاضر شي. د ازادیو او حبس قاضي صلاحیت لري چې د بند مودې د غځولو او یا د بهرني کس د خوشي کولو امر وکړي. 

که چېرې پولیس د دویم ځل لپاره د بهرني کس د ساتلو مودې د غځولو غوښتنه وکړي، قاضي مکلف دی چې د ۸ ورځو په جریان کې پرېکړه وکړي. د قاضي د موافقت په صورت کې انتظار زون کې د بهرني کس د ساتلو موده ۸ ورځې نوره هم غځېدلای شي. د یادولو ده چې انتظار زون کې تر ۲۰ ورځو زیات د بهرني کس ساتل ممکن نه دي، مګر دا چې هغه په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.

کډوال د قاضي حضور ته د حاضرېدو لپاره اداري محکمې ته مراجعه کوي. ځینې وختونه اداري محکمه انتظار زون ته نږدې موقعیت لري (د بېلګې په توګه شارل دو ګول هوایي ډګر او یا مارسی کې)، خو په اکثره مواردو کې محکمه په ښار کې موقعیت لري.

محکمې ته حاضرېدو د کډوالو د اخراج مخه نه شي نیولی

په سرحداتو کې له بهرنیانو سره د مرستې ملي ادارې یا انافې مشره لور پالون کډوال نیوز ته وایي: «هغه کسان چې په انتظار زون کې دي نه پوهېږي چې ولې محکمې ته استول کېږی، ځکه دا د اخراج موازي پروسه ده.» انافه انتظار زونونو کې له بهرنیانو سره په حقوقي برخو کې مرسته کوي.

هغه کډوال چې قانوني اسناد نه لري، د پناه غوښتنه یې نه ده کړې او یا یې غوښتنې رد شوې دي، د اخراج له خطر سره مخ دي.

لور پالون وایي چې ځینې کسان د قاضي حضور ته له حاضرېدو لږ وروسته له فرانسې څخه اخراجېدلی شي.

کډوال محکمې ته له حاضرېدو وړاندې یو داسې لیک ترلاسه کوي چې په فرانسوي دی. د انافې مشره لور پالون وایي چې ډېری خلک نه پوهېږي چې په دغه لیک کې څه لیکل شوي دي.

د انتظار له زون څخه وتل

لور پالون زیاتوي چې د قاضي د پرېکړې سربېره د انتظار له زون څخه وتل لږ وخت نیسي. په وینا یې څارنوال حق لري چې د قاضي د حکم وروسته د استیناف غوښتنه وکړي. کډوال بیا د استیناف محکمې تر پرېکړې پورې، چې ۲۴ تر ۴۸ ساعته وخت نیسي، په انتظار زون کې ساتل کېږي.

هغه کډوال چې له انتظار زون څخه خوشي شوي دي کولی شي چې له ۸ ورځنۍ ویزې سره د فرانسې خاورې ته داخل شي (د انتظار زون د فرانسې خاورې برخه نه بلل کېږي). خو د لور پالون په خبره، د ۸ ورځو له تېرېدو وروسته دوی د غیرقانوني بهرنیانو په توګه پېژندل کېږي.

هغه بهرنیان چې غواړي په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي، باید د ۸ ورځو په جریان کې د پناه غوښتونکو د هرکلي لومړي مرکز یا سپاډا ته مراجعه وکړي. هغه کسان چې نه غواړي د پناه غوښتنه وکړي خو غواړي چې فرانسه کې پاتې شي، دوی باید د اقامت کارت د ترلاسه کولو لپاره د پولیسو قومندانیو ته مراجعه وکړي.

خو په دواړو حالاتو کې اداري پروسیجرونه له ۸ ورځو څخه ډېر وخت نیسي. 

 

نورې ليکنې