د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اونۍ په دوو ورځو کې له څلور زرو ډیر افغان کډوال، له ایران څخه په جبري او خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي. بل پلو د پاکستان له زندان څخه خوشي شوي افغانان هم بیرته افغانستان ته استول شوي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې ۴۱۲۸ افغانان د شنبې او یکشنبې په ورځ د جنوری په ۳۰ مه او ۳۱ مه، د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې بیرته افغانستان ته استول شوي.
په بیانیه کې راغلي: « ۳۰۷۸ تنه د هرات او ۱۰۵۰ تنه د نیمروز ولایت د وریښمو پل له لارې هیواد ته راستانه شوي چې دغه افغانان په جبري او په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي.»
په دغو افغانانو کې کورنۍ او ماشومان هم شامل و چې اړمن کسان دمرستو په موخو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM) ته معرفي شوي.
نور ولولئ: له ۹۰۰ څخه ډیر افغان ماشومان په ۶ میاشتو کې له ایران څخه ایستل شوي
د پاکستان له زندانونو څخه د افغانانو خوشي کیدل
یاد وزارت په یو بل خبر کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ ۱۱۵ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او د کندهار ولایت د سپین بولدک د کډوالو چارو آمریت ته سپارل شوي.
په خوشي شویو افغانانو کې د یو تن جنازه چې په زندان کې يي خپل ژوند له لاسه ورکړی و، بیرته افغانستان ته استول شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو تصویرونو د افغانانو غصه راپارولې او دايي د بشري حقونو له قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.