د ترکیې امنیتي ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ له ایران سره پولې ته څېرمه لسګونه کډوال نیولي دي چې په یوه لارۍ موټر کې سپاره ول. چارواکو ویلي دي چې نیول شوي کسان د افغانستان اتباع دي.
د اناتولي د خبر له مخې، د ترکیې د ختیځ اګري ولایت ځایي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ د فبرورۍ ۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو دوغوبایزید ولسوالۍ کې ۶۷ بې اسناده کډوال نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ژاندارمري ځواکونو له ایران سره پولې ته نږدې دوغوبایزید ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال یوه لارۍ ودروله. په دغه لارۍ موټر کې ۶۷ تنه کډوال سپاره ول چې ټول د افغانستان اوسېدونکي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو همدا راز دوه کسان د انساني قاچاق په تور نیولي او قضایي چارواکو ته یې سپارلي دي. زیاته شوې ده چې نیول شوي افغانان له ترکیې څخه ایستل شوي دي.
د افغان کډوالو ایستل
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان د ترکیې په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول. له دې سره له ترکیې څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم چټک شو. همدارنګه له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر هم ډېر شول چې له امله یې ترکیې ته د ګڼو کډوالو د اوښتو مخه ونیول شوه.
دا هم ولولئ: ترکیې په یوه ورځ کې ۱۳۹ افغان کډوال ایستلي دي
د رسمي شمېرو له مخې، ترکیې تېر کال ۶۶۵۳۴ افغان کډوال له خپلې خاورې څخه ایستلي چې له دې ډلې ۴۴۴۳۳ تنه یې په ۲۳۴ چارټر الوتکو خو ۲۲۱۰۱ تنه یې بیا په عادي الوتکو کې افغانستان ته استول شوي دي. ترکي چارواکو دا د دغه هېواد «تاریخ کې تر ټولو ډېر اخراج» بللی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲ د نومبر په ۱۸مه په یوه ۷۳ مخیز راپور کې لیکلي وو چې د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې ترکیه په منظمه توګه افغان کډوال د ایران پر لوړ شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي.
په دې راپور کې راغلي وو چې ترکیه کې افغان کډوالو ته چانس نه ورکول کېږي چې د نړیوالې ساتنې غوښتنه وکړي.