یوناني چارواکي وایي چې د تېرې یکشنبې په ورځ د لېروس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي دي. چارواکو د لسګونو نورو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
اژه سمندر کې غمجنه پېښه. د یونان ساحلي ځواکونه وایي چې د تېرې یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۵مه د لېروس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یوه ښځه او څلور ماشومان ډوب شوي دي. دغه کښتۍ له ترکیې څخه د یونان پر لور روانه وه.
ډوب شوي ماشومان چې په ډله کې یې یوه ۴ کلنه نجلۍ او دوه ۵ کلن هلکان هم دي د یکشنبې په سهار لېروس روغتون ته یووړل شول، خو د همدې ورځې په ماسپښین یې ساه ورکړه.
ساحلي ځواکونو زیاته کړې ده چې له دغې پېښې څخه تر ۴۰ ډېر کډوال ژغورل شوي دي. له دې ډلې څخه بیا اته کسان روغتون ته وړل شوي دي چې په ډله کې یې شپږ ماشومان هم دي.
د افسین ورځپاڼې د خبر له مخې، یوه کب نیوونکي سمندر کې د یوې ښځې د مړي له موندلو وروسته چارواکو ته خبر ورکړی دی. دغې ښځې څه باندې ۲۰ کاله عمر درلود. عیني شاهدانو د یونان پولیسو او سمندري ځواکونو ته ویلي دي چې په ربړي بېړۍ کې څه باندې ۴۰ کسان سپاره ول چې په ډله کې یې ماشومان او ښځې هم وې. د انا خبري اژانس په حواله د کښتۍ سپرلي د افریقایي هېوادونو څخه دي.
سمندري ځواکونو ویلي دي د احتمالي قربانیانو او ژوندي پاتې شویو د لټون هڅې روانې دي، خو تېزو بادونو او د څپو لوړوالي د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.
په ورته مهال د یونان د سمندري چارو وزیر یانیس پلاکیوتاکیس یوې خبرپاڼې په خپرولو سره انساني قاچاقچیان د «معصومو قربانیانو» د مړینې عاملین بللي دي. همدارنګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د یکشنبې په ورځ اروپا ته د رسېدو لپاره د «خوندي لارو» پر نشتوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوسنی وضعیت د دې سبب شوی چې کډوال خطرناکو سفرونو ته زړه ښه کړي.
دا هم ولولئ: د یونان په لېسبوس ټاپو کې د یو بل کوچني ماشوم مړی موندل شوی
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې دوه میاشتې مخکې د یونان ساحلي ځواکونو د لېسبوس ټاپو په سوېلي ساحل کې د یو ماشوم مړی په «ډېر خراب شوی» حالت کې موندلی و. له دغې پیښې څو ورځې وړاندې د یو دوه میاشتني ماشوم مړی هم له همدغې سیمې څخه موندل شوی و. دغه سیمه له ترکیې څخه اروپا ته د کډوالو د ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کېږي.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې په حواله، له ۲۰۱۴ راهیسې له جګړو او بې وزلۍ څخه تښتېدلي ۲۲۴۶ کسان ختیځه مدیترانه کې ډوب شوي دي.