د لېسبوس ټاپو په اوبو کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدنه. د ۲۰۲۳ د فبرورۍ ۷. انځور: رویترز
د لېسبوس ټاپو په اوبو کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدنه. د ۲۰۲۳ د فبرورۍ ۷. انځور: رویترز

د یونان سمندري ځواکونو نن سه شنبه وویل چې د دغه هېواد ساحلي‌ اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو نوې پېښې لږترلږه ۳ کډوال وژلي او څه باندې ۲۰ تنه نور لادرکه دي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د لېروس ټاپو اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي وو.

اژه سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو نوې پېښه.‌ د یونان د ساحلي‌ ځواکونو یوې ویاندې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په دې پېښه کې یوه ښځه او دوه نارینه مړه شوي دي. په وینا یې دغه کښتۍ چې څه باندې ۴۱ کسان پکې سپاره ول لېسبوس ټاپو ته نږدې له مرجاني ډبرو سره ټکر شوه.

نوموړې زیاته کړې ده چې له پېښې څخه ۱۶ کسان ژغورل شوي دي‌ او د تېزو بادونو سربېره د پاتو کډوالو د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.

له تېرې یکشنبې راهیسې دا د یونان په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو دویمه پېښه ده. لومړۍ پېښه تېره یکشنبه د لېروس ټاپو په ساحلي‌ اوبو کې رامنځته شوه چې له امله یې یوې ښځې او څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له دغې پېښې څخه تر ۴۰ ډېر کډوال ژغورل شوي وو. له دې ډلې څخه بیا اته کسان روغتون ته وړل شوي چې په ډله کې یې شپږ ماشومان هم دي.

بیا ولولئ: یونان: اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله یوه مېرمن او څلور ماشومان مړه شوي

له دغې پېښې سره هممهاله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د یکشنبې په ورځ اروپا ته د رسېدو لپاره د «خوندي لارو» پر نشتوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوسنی وضعیت د دې سبب شوی چې کډوال خطرناکو سفرونو ته زړه ښه کړي.

اژه سمندر د یونان او ترکیې ترمنځ‌ پروت دی چې ډېری کډوال اروپا د رسېدو لپاره په دغه وژونکې لاره سفرونه کوي. څه باندې دوه میاشتې مخکې د یونان ساحلي ځواکونو د لېسبوس ټاپو په سوېلي ساحل کې د یو ماشوم مړی په «ډېر خراب شوی» حالت کې موندلی و. له دې پیښې څو ورځې وړاندې د یو دوه میاشتني ماشوم مړی هم له همدغې سیمې څخه موندل شوی و. دغه سیمه له ترکیې څخه اروپا ته د کډوالو د ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کېږي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې په حواله، له ۲۰۱۴ راهیسې له جګړو او بې وزلۍ څخه تښتېدلي ۲۲۴۶ کسان ختیځه مدیترانه کې ډوب شوي دي.

 

نورې ليکنې