ترکیه کې زلزلې نړېدلې ودانۍ. انځور:‌ رویترز، اخلاص نیوز اجنسي
ترکیه کې زلزلې نړېدلې ودانۍ. انځور:‌ رویترز، اخلاص نیوز اجنسي

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر مخ په لوړېدو دی. ترکي‌ چارواکو نن سه شنبه اعلان وکړ چې په دغه غمجنه پېښه کې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د وژل شویو په ډله کې هغه بې ځایه شوي خلک هم دي چې له سوریې سره پولې ته څېرمه په غیر معیاري‌ ودانیو کې اوسېدل. د راپورونو له مخې، پېښې ترکیه کې میشت افغان کډوال هم زیانمن کړي.‌

د ترکیې د ولمسشر مرستیال نن سه شنبه د فبرورۍ ۷مه وویل چې پرونۍ زلزلې چې د ترکیې په سوېل ختیځ او د سوریې شمال کې رامنځته شوې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان وژلي دي. سوریایي چارواکو او ژغورونکو بیا سوریه کې د ۱۵۰۹ تنو د مړینې او د ۳۵۴۸ نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.

وړاندوینه کېږي چې د دغې پېښې د قربانیانو شمېر به له دې هم لوړ شي. که څه هم سړې هوا، سختو بارانونو او واورې ورېدو د مرستو رسولو لړۍ ستوزمنه کړې ده، خو په زلزله ځپلو سیمو کې د قربانیانو د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د ژغورنې ډلې له نړېدلو ودانیو څخه د ایسارو کسانو په را ایستلو بوخت دي.

غیر معیاري ودانۍ

د پېښې د قربانیانو په ډله کې ګڼ شمېر کورني بې ځایه شوي سوریایان هم دي. دا هغه کسان دي چې د جګړو له امله د سوریې شمالي سیمې ته کډوال شوي دي. فرانسوۍ لیبراسیون ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ ادارې له قوله لیکلي دي چې له دغې ډلې ۱،۸ میلیونه تنه یې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

په ترکیه کې بیا د سوریایي کډوالو شمېر ۳،۵ میلیونه کسانو ته رسېږي. د فرانس ۲۴ ټلویزون خبریال بلال ترابي پرون دوشنبه وویل چې یوازې د ترکیې په ګازیانتېپ ښار کې نیم میلیون سوریايي کډوال مېشت دي چې ډېری یې غیر معیاري ودانیو کې اوسېږي.

افغان کډوالو ته زیان اوښتی

په ورته مهال دویچه وله د یو عیني شاهد له قوله وایي چې دغې پېښې یو شمېر افغان کډوال هم زیانمن کړي دي. علي هاشمي چې د ترکیې ماراش ښار کې اوسېږي او کور یې د زلزلې له امله نړیدلی دویچې ویلې ته ویلي‌ دي چې یوه افغانه کورنۍ د ودانۍ تر خاورو خښتو لاندې ده.

همدارنګه ترکیه کې افغان کډوال سهراب مبارز چې په مالاتیا کې اوسېږي پر خپله فېسبوک پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي‌ دي چې درې افغانې کورنۍ تر نړېدلې ودانۍ لاندې شوې او یوازې یو شپږ کلن ماشوم ژغورل شوی چې هغه هم په کوما کې دی.

د سرپناه په لټه

له دې پېښې وروسته زیات شمېر بې ځایه شوي کسان د نوو سرپناوو په لټه کې دي. علي هاشمي دوېچې ویلې ته وایي‌ چې اوس له نورو افغان کډوالو سره په ترمینال کې دی او غواړي چې له ماراش ښار څخه ووځي. هغه وایي:‌ «دلته نور کور نشته چې ژوند پکې وکړو.»

سوریایی مهاجر ابو احمد چې دمګړۍ په استانبول کې دی تر دوشنبې پورې په انقره ښار کې اوسېده. نوموړی کډوال نیوز ته وایي چې هغه ودانۍ چې خپلوان یې پکې اوسېدل د زلزلې له امله نړېدلې ده. هغه زیاتوي چې خپلوان ته یې جاني زیان نه دی رسېدلی خو دوی اوس په دې هیله د ادلب پر لور روان دي چې سوریایي سازمانونه ورسره مرسته وکړي.

له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې دا د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو لویه زلزله ده. د ۱۹۹۹ د اګست په ۱۷مه ترکیه کې زلزلې تر ۱۷۰۰۰ ډېر کسان وژلي وو.

 

نورې ليکنې