په آلمان کې تېر کال ۲۱۸ زرو انسانانو د پناه غوښتنه کړېده. اکثريت ورڅخه سوريايان، افغانان، ترکان، عراقيان او ګورجستانيان ول. ښارونه وايي امکانات يې تقريبا پای ته رسېدلي دي.
د آلمان ښاروالۍ له زيات وخت راهيسي د مهاجرت له کبله د ورباندي پروت فشار له کبله شکايت کوي. دا ځکه چې سيميزې يا د ښارونو ادارې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو او ورته خدمات وړاندي کولو وظيفه په غاړه لري. د کاتوليکي خبري آژانس د يو راپور له مخې په ۲۰۲۲ کال په آلمان کې ۲۱۸ زرو انسانانو د پناه غوښتنه کړې چې ورڅخه اکثريت يې له سوريې، افغانستان، ترکيې، عراق او ګورجستان څخه ول. د دې تر څنګ په ياد کال تقريبا يو مليون اوکرايني مهاجر هم آلمان راغلل.
اوس د آلمان زياتو ښارواليو بيا خبرداری ورکړی دی چې د مهاجرو د ځای پر ځای کولو لپاره امکانات يې خپل حد ته رسېدلي دي. په وينا يې مهاجر کمپونو کې نور ځای نشته. د دې تر څنګ په آلمان کې ګڼ شمېر شخصي کورنيو هم د بېلګې په توګه د اوکراين مهاجرو ته ځای ورکړی دی او دغه ځای ورکوونکي کورنۍ هم تر فشارونو لاندي دي. دا ځکه چې په عبوري توګه په شخصي کورونو کې ځای موندونکو د اوکراين مهاجرو ته اوس په آلمان کې دايمي يا اوږدمهاله د اوسېدو ځايونه نه پيدا کيږي او هغوی لا تر اوسه د خپلو کوربه کورنيو سره پاته کېدو ته مجبوره دي.
د فاميلونو لپاره د آلمان وزيري نېنسي فېزر د زيات شمېر ښارونو او ښارګوټو د شکايتونو وروسته اعلان کړی دی چې د ښارونو او ښارګوټو يوه سرمشريزه به جوړه کړي چې اجندا به يې د مهاجرو په تړاو بحث وي. د هغې د وياند په وينا به دغه سرمشريزه په راتلونکو دوو يا درو اونيو کې انسجام شي. ويل شوي چې په دغه سرمشريزه کې به د آلمان د فدرالي ايالتونو د استازو تر څنګ د سيميزو ارګانونو او سازمانونو استازي هم ګډون وکړي. له دې مخکې د مهاجرت په تړاو سرمشريزه د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر مياشته کې دايره شوې وه.
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا د آلمان مرکزي حکومت تر اوسه پوري د پناه غوښتونکو لپاره خپلې ۳۳۰ ودانۍ و سيميزو ادارو ته په اختيار کې ورکړي دي. د ياد وزارت وياندې پر دې ټينګار کړی دی چې په ټول آلمان کې دمګړی ۱،۶ مليونه خالي اپارتمانونه شته چې په زياته د آلمان په ختيځ کې واقع دي.
د تېر کال د نوامبر مياشتې په پېل کې د آلمان د وزيرانو په غونډه کې پر دې توافق وشو چې مرکزي حکومت به د پناه غوښتونکو او د اوکراين د مهاجرو لپاره په ۲۰۲۲ کال کې اضافي ۱،۵ مليارده يورو مختصې کړي. د ۲۰۲۳ کال لپاره پر دې توافق شوی و چې مرکزي حکومت به د اوکراين د مهاجرو لپاره ۱،۵ مليارده يورو و ايالتونو ته ورکوي. د نورو مهاجرو لپاره د ايالتي ادارو سره په کال کې د ۱،۲۵ ملياردو يورو مرستې اعلان شوي وې.
د ادغام لپاره د آلمان د حکومت ځانګړې مامورې ريم الابالي رادوفان د دې هرکلی کړی دی چې د آلمان حکومت د مهاجرت په تړاو سرمشريزه رابولي. هغې د آلمان پر ايالتونو ږغ کړی دی چې هغه پيسې چې ورته د مهاجرو لپاره د مرکزي حکومت له خوا ورکول کيږي، هغه دې و ښارګوټو او ښارواليو ته ور حواله کړي. د هغې په وينا زيات ښارونه او ښارګوټي د هغه باوجوده چې تر سخت فشار لاندي دي، خپله دنده په ډېره ښه توګه پوره کوي.
د آلمان د ښارونو شورا غوښتنه کړېده چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ بايد چې د غېر اصولي مهاجرت د مخنيوي او د مهاجرو د مراقبت په تړاو د ستونزو په هواري کې فعال شي. د ښارواليو له سراتحاديې څخه راينهارد زاګر ويلي دي چې په ښارونو او ښارګوټو کې د مهاجرو لپاره د سرپناوو سخت کمښت دی. هغه ويلي دي چې د ښوونځيو، ښوونکو او د ژبو د کورسونو کمښت هم زيات دی. د هغه په وينا له دې کبله په ټولنه کې کشمکشونه هم زيات شوي دي. د زاګر په وينا په داسي حال کې د آلمان د صدراعظم له خوا د ښارونو سياسي ملاتړ ډېر مهم دی.
آ./ا.ا.