انځور: پولیس ناټ ۶۲، ټویټر
انځور: پولیس ناټ ۶۲، ټویټر

د فرانسې د نانت ښار جنایي محکمې درې الجزایریان له بې اسناده کډوالو څخه د ناوړې ګټې اخیستو په تور له ۲ څخه تر ۵ کاله د بند په سزا محکوم کړي دي. دغو کسانو کډوال دې ته مجبورول ترڅو مخدره توکي او جعلي سګرټونه وپلوري.

د فرانسې په نانت ښار کې د تېرې دوشنبې په ورځ د فبرورۍ ۶مه درې کسان له بې اسناده مهاجرو څخه د ناوړه ګټې اخیستو په تور په بند محکوم شول. د جنایي محکمې په ناسته کې وویل شول چې دوی کډوال د جعلي سګرټو او مخدره توکو پلورلو ته مجبورول او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره به کډوال وهل ټکول او یا به یې په مرګ ګواښول.

د نوموړو کسانو په اړه تحقیقات وروسته له هغه پیل شول چې یو تن کډوال د یادې ډلې پر وړاندې پولیسو ته شکایت وکړ. تورنو کسانو دغه مهاجر ته وروسته له هغه سزا ورکړې وه چې د فرانسې امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر مهال یې جعلي سګرټونه ضبط کړل. پرېس اوسیان خبري اژانس وایي‌ چې د دغه کډوال پر مخ د چړې نښه لیدل کېږي.

همدارنګه په یوه ویډیو کې چې پر یوټیوب خپره شوې لیدل کېږي چې تورن کس یو کډوال ګواښوي چې د چړې په واسطه به یې وژني او وهي ټکوي یې. تورن کس په دغه ویډیو کې وایي چې د ډلې مشر دی.

دوی چې ۳۰، ۳۲ او ۳۴ کاله عمرونه لري ټول تورونه رد کړي دي.

بیا ولولئ: دوه تنه له پرتګال څخه بلجیم ته د کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم شول

د نورو کسانو ډارول

په ورته مهال د نانت څارنوال تیېري رولان د محکمې په ناسته کې وویل چې د ویډیوګانو د اخیستلو هدف دا و چې دوی نور کسان وډاروي. هغه زیاته کړه چې ډېری وختونه اسناد نه لرونکي کډوال په ورته مواردو کې له شهادت ورکولو څخه ډډه کوي.

نوموړي دا هم وویل چې ټول هغه کډوال چې شهادت یې ورکړی دی د غچ اخیستنې له وېرې له نانت ښار څخه وتلي دي.

محکمې په خپله پرېکړه لیک کې عبدالله ملجاني او خالد طبسي په ۵ او ۴ کلونو بند محکوم کړل، دوی همدا راز حق نه لري چې د لسو کلونو لپاره د فرانسې خاورې ته داخل شي. محمد لیسب بیا په دوه کاله بند محکوم شوی او نانت ښار کې د درېو کلونو لپاره د اوسېدو اجازه نه لري.

د دغو کسانو په هکله پلټنو او د هغوی نیولو کې له سرحدي پولیسو نه علاوه ۵۰ سرتېرو ګډون درلود.

 

نورې ليکنې