په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۱۱۰۰۰ څخه اوښتی دی. ژغورونکي وایي چې د تلفاتو شمېرې به له دې هم لوړې شي. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه غمجنه پېښه کې افغان کورنیو ته هم زیات زیانونه اوښتي دي.
د هغو رسمي شمېرو له مخې چې نن چهارشنبه د فبرورۍ ۸مه خپرې شوې دي په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېرې ۱۱۰۰۰ کسانو ته رسېدلې دي. ترکیه تېره دوشنبه د ریشتر په کچه د ۷،۸ درجې په شدت زلزلې ولړزوله. دا له ۱۹۹۹ راهیسې د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ زلزله ده. د ۱۹۹۹ د اګست په ۱۷مه ترکیه کې زلزلې تر ۱۷۰۰۰ ډېر کسان وژلي وو.
په داسې حال کې چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ترکیې بېلابېلې سیمې د سړې هوا تر سختې څپې لاندې دي، په دغه هېواد کې ګڼ شمېر کسان په خپلو موټرونو او یا د سړک پر غاړه شپې سبا کوي. ډېری دغه کسان د نورو زلزلو د احتمال له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او یا یې کورونه زلزلې نړولي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزلې له مرکز کارامانماراس ښار څخه د لیدنې پر مهال وویل چې زلزلې تر دې دمه ۸۵۴۷ کسان وژلي دي. په سوریه کې بیا د مړو شمېر ۲۶۶۲ تنو ته رسېږي.
د قربانیانو په ډله کې زیات شمېر بې ځایه شوي کسان هم دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د سه شنبې په ورځ وویل: «موږ ته د هغو کډوالو کره شمېرې معلومې نه دي چې زیان ور رسېدلی دی او ښایي تر راتلونکو ورځو پورې هم معلومې نه شي. خو موږ وېره لرو چې تلفات به لا ډېر وي ځکه چې کډوال هغو سیمو کې اوسېدل چې زلزله پکې شوې ده.»
بیا ولولئ: ترکیه او سوریه کې زلزلې د بې ځایه شویو خلکو او کډوالو په ګډون تر ۵۰۰۰ ډېر کسان وژلي
افغان کډوال اغېزمن شوي
د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه غمجنه پېښه کې چې د ترکیې په سوېل ختیځ او د سوریې شمال کې رامنځته شوې ځینو افغان کورنیو ته هم زیان اوښتی دی. ترکیه کې د افغانستان سفارت پخواني سفیر امیرمحمد رامین ازادي راډیو ته ویلي دي چې د اغېزمن شویو کورنیو کره شمېر لا نه دی معلوم، خو په وینا یې دغو کورنیو ته زیان رسېدلی دی.
ترکیه کې د افغان ځوانانو یو استازي سید حمید سادات یادې رسنۍ ته ویلي دي چې په دغه زلزله کې ۱۶ افغانان امله مړه شوي او ۱۱۶ تنه نور ټپیان دي. هغه ویلي دي چې ښایي د قربانیانو شمېر له دې هم لوړ شي.
بل پلو بیا امریکا غږ د فیاض ترکمن په نامه د یو افغان له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې ورځې په زلزله کې ۷۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ګڼ نور تر ودانیو لاندې شوي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې د افغانانو نږدې ۱۰۰ کورونه هم د زلزلې له امله ویجاړ شوي دي.
یوه عیني شاهد د تېرې دوشنبې په ورځ دویچه وېلې سره په مرکه کې ویلي وو چې دغې پېښې یو شمېر افغان کډوال هم زیانمن کړي دي. علي هاشمي چې د ترکیې ماراش ښار کې اوسېږي او کور یې د زلزلې له امله نړیدلی دویچې ویلې ته ویلي وو چې یوه افغانه کورنۍ د ودانۍ تر خاورو خښتو لاندې ده.
همدارنګه ترکیه کې افغان کډوال سهراب مبارز چې په مالاتیا کې اوسېږي پر خپله فېسبوک پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي وو چې درې افغانې کورنۍ تر نړېدلې ودانۍ لاندې شوې او یوازې یو شپږ کلن ماشوم ژغورل شوی چې هغه هم په کوما کې دی.