له دې مخکې چې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې ځانګړې سرمشريزه پېل شي، د مهاجرت د سياست په تړاو د غړو هيوادونو مخالفتونه لا نور روښانه شوي دي.
د اُتريش صدراعظم کارل نېهامر د اروپايي اتحادیې د ځانګړې سرمشريزې له پېلېدو مخکې لا غوښتنه وکړه چې د دغې اتحاديې باندنۍ پولې بايد چې لا په کلکه توګه وتړل شي. خو د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ بيا د چهارشنبې په ورځ د دې غوښتنه وکړه چې د کاري قوې د هدفمندانه مهاجرت لپاره دې کار وشي.
د اُتريش د محافظه پال ګوند سياستوال او د دغه هيواد صدراعظم نېهامر و «بلډ» ورځپاڼي ته ويلي: «دا نشي کېدلای چې مهاجر له دريمو هيوادونو تېر شي، او د اروپايي اتحاديې و باندنيو پولو ته بېله دې چې مخه يې ونيوله شي، داخل شي. فيزيکي بنيادي جوړښتونه او خنډونه اړين دي چې په مرسته يې باندنۍ پولې وساتلې شي.»
نېهامر د «اروپايي اتحادیې له خوا د اقتصادي ملاتړ» غوښتنه وکړه. هغه څو ورځې مخکې لا له اروپايي اتحادیې څخه دوه مليارده يورو غوښتي ول چې په مرسته يې د اروپايي اتحاديې د غړي هيواد بلغاريې او ترکيې تر منځ پر پوله ولاړو کټارو تقويه او د پوله ساتنې وسايل تمويل کړل شي.
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د چهارشنبې په ورځ د آلمان مرکزي پارلمان بُندستاګ ته خپله حکومتي اعلاميه واوروله. هغه د اروپايي اتحاديې د سرمشريزې لپاره د دريځ په توګه د «باندنيو پولو د مؤثره کنټرول» خبره وکړه. خو پر دې يې هم ټينګار وکړ چې «مخ په زياتېدونکې توګه زيات اروپايي هيوادونه د کارګرو و مهاجرت ته اړ دي.» په وينا يې آلمان هم «په لوی شمېر مسلکي کارګرو» ته اړتيا لري. شولڅ له آلمان څخه ستاينه وکړه چې تقريبا يو مليون مهاجرو ته يې ځای ورکړی او دغه يې «لوی انسانيت» وباله.
د اروپايي اتحاديې دپلوماتان په دې نظر دې چې د اُتريش صدراعظم نېهامر د مخ په ډېرونکو هغو غړو هيوادونو استازيتوب کوي، کوم چې د پناه غوښتنې د سخت سياست غوښتونکي دي. برعکس آلمان د څلورو يا پنځو هغو هيوادونو څخه دی چې د مهاجرت پر ګټو ټينګار کوي. همدغه هيوادونه پر سرحدونو د کټارو او ديوالونو مخالف دي او نه غواړي چې د مهاجرو پر اصلي هيوادونو د ويزې په سختو شرايطو سره فشار راوړي.
آ./ا.ا.