د چک جمهوريت او سلواکيې تر منځ سرحد/ انځور: رويترز
د چک جمهوريت او سلواکيې تر منځ سرحد/ انځور: رويترز

د چک جمهوريت چارواکو ويلي دي چې د اخراج له توقيف څخه تر لسو زيات مهاجر تښتېدلي دي چې ورڅخه ۷ يې لا په تېښته کې دي.

د چک جمهوريت د ختيځ ښار پلزن د پوليسو د قومندانۍ وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي تر لسو زيات اخراج ته منتظر مهاجر له توقيف ځای څخه تښتېدلي دي. د دغه وياند په وينا له تښتېدلو کسانو څخه شپږ کسان د سه شنبې په ورځ د پوليسو د تلاښيو په عملياتو کې بېرته ونيول شول. په وينا يې په دغو عملياتو کې له څرخي الوتکو څخه هم کار واخيستل شو.

د پوليسو د وياند په وينا ۷ هغه مهاجر چې لا تر اوسه نه دي نيول شوي، هغوی لا په تېښته کې دي. ويل شوي چې دغه ۷ مهاجر د شمالي افريقا سره تړاو لري.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي ياد شمېر کسان په بالکوفا کې له توقيف ځای څخه تښتېدلي دي. دغه ځای د آلمان له سرحد څخه په ۷۰ کلومترۍ کې پروت دی. د راپورونو له مخې دغه ټول کسان دې ته په انتظار ول چې خپلو هيوادونو ته اخراج کړل شي.

پوليسو اوس د دې پلټنه پېل کړېده چې دا څنګه ممکنه شوې چې دغه مهاجر وتښتي.

د چارواکو په وينا تېر کال په دغه هيواد کې ۹۲ د پناه غوښتنې منل شوي او ۴۵۳ ردې شوي وې. و ۳۸۷ کسانو ته مؤقتي محافظت ورکول شوی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې