د لېسبوس ټاپو په ساحل کې د کډوالو کښتۍ. انځور: رویترز، الیاس مارکو
د لېسبوس ټاپو په ساحل کې د کډوالو کښتۍ. انځور: رویترز، الیاس مارکو

د یونان د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو له پېښې یوه ورځ وروسته ۷ نور کډوال ژغورل شوي دي. له دې سره د ژغورل شویو کسانو شمېر ۳۹ ته رسېږي. چارواکي وایي چې د کډوالو د لټون هڅې لا ادامه لري.

د یونان ساحلي ځواکونو پرون چهارشنبه د فبرورۍ ۸مه اژه سمندر کې د ۷ نورو کډوالو د ژغورلو خبر ورکړ چې له دې سره د ژغورل شویو کسانو شمېر ۳۹ ته رسېږي. د دغو کډوالو کښتۍ تېره سه شنبه د یونان د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې ډوبه شوې وه.

یوناني چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د کښتۍ ډوبېدو پېښې وروسته یې د دوو ښځو په ګډون د درېو کسانو مړي موندلي دي او د پاتو کسانو د لټون هڅې ادامه لري.

بیا ولولئ: د کښتۍ ډوبېدو نوې پېښه کې لږترلږه ۳ کډوال مړه شوي

عیني شاهدانو چارواکو ته ویلي دي چې په دغه کښتۍ کې چې د ترکیې له سواحلو څخه یې د یونان پر لور سفر پیل کړی و تر ۴۰ ډېر کډوال سپاره ول. د یونان دولتي ټلویزیون اي آر تي د خبر له مخې، د کښتي سپرلي د سوریې، یمن او سومالیا اتباع دي.

بل پلو د بې سرحده ډاکټرانو سازمان پرون چهارشنبه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې هغه ۷ کډوال یې موندلي دي چې ډوبه شوه کښتۍ کې سپاره ول. په وینا یې دغو کسانو اوبو او خوړو ته لاسرسی نه درلود او تر صفر ټیټه سړه درجه هوا کې یې خوب کړی دی. یاد سازمان زیاته کړې ده چې کډوالو ته یې روغتیایي خدمات وړاندې کړي او خواړه او کالي یې ورکړي دي.

د روانې اونۍ له پیل راهیسې دا اژه سمندر کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو دویمه پېښه ده. د لېروس ټاپو په ساحلي اوبو کې د تېرې یکشنبې په ورځ د کډوالو یوه بله کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې یوې ښځې او څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ساحلي ځواکونو ویلي وو چې له دغې پېښې څخه تر ۴۰ ډېر کډوال ژغورل شوي. له دې ډلې څخه بیا اته کسان روغتون ته وړل شوي چې په ډله کې یې شپږ ماشومان هم وو.

بیا ولولئ: یونان: اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله یوه مېرمن او څلور ماشومان مړه شوي

د کډوالۍ نړیوالې ادارې په حواله له ۲۰۱۴ راهیسې ۲۲۴۶ کډوال چې غوښتل یې په کښتیو کې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي په اژه سمندر کې مړه شوي دي.

یونان په ۲۰۲۲ کې اعلان کړی و چې خپلې خاورې ته د شاوخوا ۲۶۰ زره کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده. د دغه هېواد چارواکو ویلي وو چې په پام کې لري چې له ترکیې سره پر پوله د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي نوی دېوال جوړ کړي او له ترکیې څخه خپلې خاورې ته د کډوالو د ننوتو مخه ونیسي. یونان له ترکیې سره ۱۹۲ کیلومتره ګډه پوله لري.

 

نورې ليکنې