د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دېر لاین نن جمعه وویل چې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو پر دې مسله هوکړه کړې ده چې د رد شویو کډوالو د ایستلو لړۍ اسانه کړي.
اروپایي کمیسیون پرون پنجشنبه تر اوږدو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې تدابیر سخت کړي. په دغه ناسته کې وویل شول چې د کډوالو مسله «د ټولې اروپا مسله ده نو ځکه اروپايي ځواب ته اړتیا لري».
له تېرو څو کلونو راهیسې د اروپایي هېوادونو څخه د نه منل شویو کډوالو اخراج په اروپایي ټولنه کې بحثونه راپارولي دي.
بیا ولولئ: د اروپایي اتحادیې له سرمشریزې مخکې د مهاجرت پر سیاست تاوده بحثونه
دمګړۍ د اکراین، سوریې او افغانستان په څېر د جګړه ځپلو هېوادونو میلیونونه کډوال په اروپا کې ژوند کوي. سربېره پر دې د هغو کډوالو شمېر هم تر پخوا ډېر شوی دی چې د بنګله دېش، ترکیې او تونس په شان خوندي هېوادونو څخه اروپایي ټولنې ته راځي.
د اروپایي کمېسیون مشرې فون دېر لاین وویل چې د پناه غوښتنې او د پالیسیو د همغږۍ ادارې هڅه کوي چې د اروپا پر باندنیو پولو «د پناه غوښتنې لپاره عادلانه خو چټک پروسیجرونه» رامنځته کړي.
بیا ولولئ: فون دېر لاین د غېراصولي مهاجرت ضد څلور ټکي لرونکی پلان معرفي کړ
ځینو ډیپلوماتو پر یاد کمېسیون غږ وکړ چې د اروپا پر باندنیو پولو د امنیت د ټینګولو او د نظارتي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له غړو هېوادونو سره مالي مرسته وکړي.
دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې له دې مخکې اتریش او ځینو نورو هېوادونو اروپا ته د کډوالو د داخلېدو د مخنیوي په موخه د خنډونو د جوړولو لپاره له اروپایي کمیسیون څخه د مالي مرستو غوښتنه کړې وه. خو یاد کمیسیون د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې اروپایي ټولنه د خنډونو جوړول نه تمویلوي.
بیا ولولئ: یوهانسون: د اروپایي اتحادیې چاپېر دېوالونه جوړول ښه حل نه دی
اروپایي هېوادونو ټینګار وکړ چې که بروکسل د نظارت برجونو او د کمرو د لګولو لپاره پیسې ورکړي، دوی کولی شي چې له خپلو ملي بودیجو څخه د خنډونو جوړول تمویل کړي.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې غړي هېوادونه کولی شي چې د اروپایي ټولنې د نورو هېوادونو د محکمو د فیصلو پر اساس رد شوي کډوال اخراج کړي.
دا په دې مانا ده چې که چېرې د یو چا دوسیه په یو اروپایي هېواد کې رد شي، دغه کس نه شي کولی چې د اروپایي تولنې بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي.