د بریتانیا سواحلو ته د انګلیس چینل له لارې تازه رسیدلي کډوال. سپتمبر ۲۰۲۲ انځور: پیکچر الیانس
د بریتانیا سواحلو ته د انګلیس چینل له لارې تازه رسیدلي کډوال. سپتمبر ۲۰۲۲ انځور: پیکچر الیانس

د هغو کډوالو درې کورنۍ چې په انګلیس کانال کې ډوب شوي و، اوس د فرانسې له دولت څخه د بې کفایتۍ له امله، د تاوان غوښتنه کړې. د قربانیانو کورنۍ وايي چې د فرانسې سمندري ځواکونو د کډوالو په ژغورلو کې بې غوري کړې. بل پلو بیا له فرانسې څخه بریتانیا ته په کښتیو کې د کډوالو د اوښتو شمیر ډیر شوی.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې یوه کښتۍ چې له فرانسې څخه يي بریتانیا ته د اوښتو هڅه درلوده، په سمندر کې ډوبه شوه چې له امله يي د افغانانو په ګډون ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هغو معلوماتو له مخې چې د فرانسې خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۴مه، د وکیلانو او د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونو څخه ترلاسه کړي، په سمندر کې د ډوبو شویو کډوالو درې کورنۍ، د کښتۍ ډوبیدو دغه غمیزه په کله غندلې او د جبران خسارې غوښتنه يي کړې.

فرانسه کې د کډوالۍ د ملاتړ یو سازمان، یوتوپیا ۵۶ چې په دغه غوښتنه کې د یادو کورنیو ملاتړ کوي وايي چې دغه کورنۍ د ایران، عراق او ایتوپیا اوسیدونکي دي.

د جبران خسارې دغه غوښتنه د دوشنبې په ورځ، د یادو کورنیو، یو توپيا سازمان او د بشري حقونو ټولنې (LDH) لخوا د فرانسې د کورنیو چارو وزارت او د سمندري ځواکونو ادارې په ګډون یو شمیر نورو بنسټونو څخه ترسره شوې.

 بشري سازمانونه وايي چې له ژغورونکو سره ۱۴ ځله اړیکه نیول شوې وه خو د کښتۍ د ژغورلو لپاره لازمه هڅه نه وه ترسره شوې.

دوې پر فرانسوي چارواکو له دې امله نیوکه کوي چې د دوې په خبره، د کډوالو د ژغورلو اړه يي مناسب ګام نه دی پورته کړی او له هغو شته امکاناتو څخه يي چې په انګلیس کانال کې د کډوالو د ژغورلو لپاره درلود، لازمه ګټه نه ده پورته کړې.

مدافع وکیل امانویل داود چې د کورنیو او سازمانو څخه د دفاع دنده لري په دې نظر دی چې د خسارې غوښتنه یو « تکمیلي عمل» دی چې د یادې پیښې په اړه د ځینو حقیقتونو په روښانه کولو کې مرسته کوي.

د یادې پیښې وکیل وايي:« له لاسه تللې وروڼه، وراره او د کورنۍ نور غړې بیرته نه راګرځي. هدف د پیسو ګټل نه بلکه د چارواکو د بې غورۍ رابرسیره کول او د فرانسې دولت او وزارتونو مسولیت ته د دوې پام اړول دي.»

د یوتوپیا سازمان وايي چې د یادې پیښې په اړه لومړنۍ څیړنې چې په پاریس کې له جرایمو سره د مبارزې ادارې لخوا پیل شوې وه، دا روښانه کوي چې له کښتۍ څخه ۱۴ ځلې د ژغورنې لپاره اړیکه نیول شوې وه خو د ژغورنې عملیات نه و ترسره شوي.

د فرانسې د سمندري ځواکونو یو چاوراکی د کښتۍ ډوبیدنې له پیښې یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې ژمنه کړې وه چې که په دې برخه کې هر چا سرغړونه کړې وي نو قانوني سزا به ورکړل شي.

بریتانیا ته په کښتیو کې د کډوالو د اوښتو هڅې

بریتانوي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې سږ کال تر دې مهاله، له ۲۳ زرو څخه ډیر کډوال په ۵۲ وړو کښتیو کې بریتانیا ته رسیدلي دي. له دې ډلې یوازې ۱۰۰۰ تنه يي د روان کال د فبرورۍ په لومړیو دوو اونیو کې يي ځانونه بریتانیا ته رسولي.

نور ولولئ: د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال برېتانیا ته رسېدلي

دغه کډوال چې ګڼ شمیر افغانان هم په کې شامل دي، د فرانسې له ختیځ څخه د انګلیس کانال له لارې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته په رسیدو بریالي شوي.

سره له دې چې د بریتانیا حکومت له دغې لارې د کډوالو د مخنیوي لپاره هڅې ډیرې کړي خو بیا هم د انګلیس کانال له لارې د کډوالو د اوښتو شمیر ډیر شوی. د کورنیو چارو وزارت یو ویاند منلي چې په ناقانونه لارو د کډوالو د شمیر د ډیریدو له امله د پناه غوښتنې پر سیستم فشار ډیر شوی.

دغه ویاند وايي: «زموږ لومړیتوب دا دی چې د دې غیر قانوني سوداګرۍ مخه ونیسو، او زموږ نوې کوچنۍ کښتۍ چې د سلګونو اضافي کارمندانو په مرسته جوړه شوې، زموږ د فرانسوي همکارانو او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي ترڅو د انساني قاچاقبرانو مخه ونیسي.»

بریتانوي چارواکي باور لري چې په دې برخه کې نوی قانون به وشي کولای چې هغه خلک چې په ناقانونه ډول بریتانیا ته رسیږي، توقیف او ډیر ژر به بل هیواد ته واستول شي.

 

نورې ليکنې