په سمندر کې ژغورل شوو مهاجرو آرشيف انځور
په سمندر کې ژغورل شوو مهاجرو آرشيف انځور

د آلمان د مرکزي پارلمان بُندستاګ ۶۵ استازو د ايټاليې پر پارلمان ږغ کړی دی چې د ښې اړخي حکومت هغه فرمان په قانون بدل نه کړي چې له سمندر څخه ژغورل شوو مهاجرو په هکله دی.

د آلمان د زرغون ګوند استازي يوليان پالکه او د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال خاقان د ايټاليې پارلماني استازو ته د ليک لېږلو اقدام کړی دی. دغه ليک د آلمان خبري آژانس ته هم رسېدلی دی چې په هکله يې يو راپور خپور کړی دی. د دغه راپور له مخې د آلمان ۶۵ استازو پر دغه ليک لاسليک کړی دی. آلماني پارلماني غړو له خپلو ايټالوي همکارانو څخه په دغه لېک کې هيله کړېده چې د ايټاليې د ښې اړخي حکومت هغه فرمان ته د قانون بڼه ورنکړي چې له سمندر څخه ژغورل شوو مهاجرو په هکله يې صادر کړی و. آلماني سياستوالو پر ايټالوي پارلماني استازو ږغ کړی دی چې «بېله قيد او شرط څخه دي د نړيوالو قوانينو د مراعت کولو لپاره هلې ځلې وکړي.»

د ښې اړخي حکومت مشرې جيورجيا مېلوني د جنورۍ مياشتې په سر کې صادر کړی و. په پام کې ده چې دغه قانون د چهار شنبې په ورځ پارلمان ته د بحث لپاره وړاندې کړل شي. آلماني پارلماني استازو په خپل ليک کې لېکلي دي چې د دغه فرمان له کبله «په لويه اندېښنه» کې دي.

دغه فرمان د نورو تر څنګ دا په پام کې لري چې ژغورونکې ملکي کښتيو ته به د ژغورنې د عملياتو سمدستي وروسته ورته ښودل شوي بندر ته حرکت کوي او پر لاره به نور مهاجر دغې کښتۍ ته نه پورته کوي. د آلماني استازو په ليک کې راغلي دي: «دغه فرمان په لوړه اندازه په مديترانه کې د ژغورنې د امکاناتو د راکمولو سبب ګرځي. له وجې به يې يا خو د ژغورنې عمليات په ځنډ او يا له سره هیڅ نه ترسره کيږي.»

پر ليک امضا کوونکو پر دې هم تنقيد کړی دی چې ژغورونکو کښتيو ته د لنګر اچولو لپاره په دومداره توګه داسي ليري بندرونه ښودل کيږي چې د مرکزي مديترانې حخه شمال کې پراته دي. زياته شوې چې دا د دې لامل کيږي چې ژغول شوي کسان مجبوره وي چې زياتې ورځې په کښتۍ کې پاته شي. په دغه ليک کې راغلي چې دغه عمل «له سمندره د ژغورل شوو انسانانو ژوند او و جسمي سالميت ته ګواښ پېښوي.»

پر ياد ليک په امضا کوونکو کې د زرغون ګوند، سوسيال دموکرات ګوند، کيڼ ګوند او ليبرال ګوند استازي شامل دي. په ليک کې راغلي دی: «دغه فرمان د سمندر په تړاو د نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دی او په همدې شان د نړيوالو بشري حقونو او د اروپايي اتحاديې د ثانوي حقونو نقض هم کوي.»

آلماني سياستوالو په دغه ليک کې پر خپلو ايټالوي همکارانو ږغ کړی دی چې پر دغه فرمان د رايه اچونې پر وخت په سمندره کې د انسانانو پر ژوند د هغه اغېزې په پام کې ولري.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې