د اس او اس مديترانې په نوم مرستندويه سازمان ژغورونکي کښتۍ اوشين وايکينګ په مديترانه کې د ژغورنې په عملياتو کې ۸۴ مهاجر د ځان سره اخيستي دي.
د اس او اس مديترانې سازمان د سه شنبې په ورځ په خپله اعلاميه کې وويل چې اوشين وايکينګ کښتۍ يې د ژغورنې عمليات کړي دي. زياته شوې چې د ژغورنې دغه عمليات په مديترانه کې تر سره شوي چې په ترڅ کې يې ۸۴ مهاجر اوشين وايکينګ ته پورته کړل شوي دي. د اعلاميې په وينا دغه مهاجر «په يوه تر اندازې زياته ډکه ربړي کښتۍ کې د ليبيا د ساحل سره وموندل شول.» د سازمان په وينا له ژغورل شوو څخه ۵۸ کسان يې کمسنه ځوانان دي. ويل شوې چې له ژغورل شوو څخه بعضي يې د تندې او زياتې سړې هوا له کبله متاثره شوي دي.
ايټالوي چارواکو و اوشين وايکينګ کښتۍ ته د راوېنا بندر د لنګر اچولو لپاره مشخص کړی دی. دغه بند د ادريا په شمالي بندر کې واقع دی.
د جنورۍ مياشتې په پېل کې په مديترانه کې د ژغورنې زياتو خصوصي سازمانونو د ايټاليې پر حکومت تور لګولی و چې د سمندرې ژغورنې په لاره کې ورته خنډونه جوړوي. د ايټاليې ښې اړخه حکومت په دې ترڅ کې يو فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې به کله چې ژغورونکې کښتۍ له سمندره انسانان وژغورې او ورته د لنګر اچولو لپاره بندر وښودل شي، نو په سمدلاسه توګه به د هغه بندر پر لور حرکت کوي. دغه فرمان د دې اجازه نه ورکوي چې دغه کښتۍ تر هغو چې يې په مشخص کړل شوي بندر کې لنګر نه وي اچولی، نور د ژغورنې عمليات تر سره کړي.
مرستندويه سازمانونه دا شکايت هم کوي چې اکثره وختونه داسي بندرونه مشخص کړل کيږي، چې د ژغورنې له ځای څخه ډېر ليري وي. له دې کبله کښتۍ مجبوره وي چې زياتې ورځي سفر وکړي تر څو ورته مشخص شوي بندر ته ځان ورسوي. د سازمانونو په وينا دا کار د ژغورنې په عملياتو کې د ځنډ سبب ګرځي.
د مهاجرت لپاره د نړيوال سازمان آی او ام په وينا د مرکزي مديترانې لاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه د مهاجرت لاره ده. دغه سازمان اټکل کوي چې تېر کال په مديترانه کې ۱۳۷۷ انسانان د حادثې سره مخامخ شولږ
توندلاره ښې اړخه سياستواله او د ايټاليې برحاله لومړۍ وزيره جيورجیا مېلوني په اکتوبر مياشت کې د لومړي وزارت دنده پېل کړې وه. هغې د خپل حکومت په لومړيتوبونو کې يو دا لومړيتوب ياد کړی ؤ چې د کښتۍ په مرسته ايټاليې ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر به په ښکاره توګه راکم کړي.
آ./ا.ا.