د هنګري او رومانیا پر پوله کډوال. انځور: آرشیف. رویټرز
د هنګري او رومانیا پر پوله کډوال. انځور: آرشیف. رویټرز

د رومانیا سرحدي پولیس وايي چې له هنګري سره پرپوله يي ۵۹ ناقانونه کډوال له دوو موټرو موندلي. دغه کډوال هڅه درلوده چې له رومانیا څخه هنګري ته واوړي.

سرحدي پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه کډوال چې په دوو بار وړونکو موټرو کې پټ شوي وو، هنګري پولې ته نږدې د «نادلاک ۲ » سیمه کې موندل شوي.

چارواکي ویلي چې موندل شوي کډوال د بنګله دیش، عراق، مراکش، سوريي، سوماليي، مصر او ترکيي اوسیدونکي دي. دغه کډوال هڅه درلوده چې په ناقانونه ډول د لودیځې اورپا لورې ته ځانونه ورسوي.

نور ولولئ:د رومانیا سرحدي پولیسو په دوه موټرو کې ۲۷ کډوال نیولي

د stiripesurse په نوم یوې رومانیايې رسنۍ د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې دغه کډوال په هغو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو، چې د فرانسې او اتریش یو سوداګریز شرکت ته يي خوراکي مواد او کارتنونه لیږدول.

پولیسو ویلي چې د موټر چلونکي د بلغاریا اصلي اوسیدونکي دي او نیول شوي کډوال د انساني قاچاق له امله، د پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

د افغانانو په ګډون ډېری کډوال هڅه کوي چې لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په موخه له رومانیا او یا صربیا څخه ځانونه هنګري ته ورسوي. د هنګري چارواکو تیر کال د جون په میاشت کې ویلي وو چې په روان کال کې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره کډوالو د ننوتو مخه نیول شوې.

 

نورې ليکنې