د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر
د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر

د آلمان ښارونه او ښارګوټي د مهاجرو لپاره د سرپناوو له کمښت څخه سر ټکوي. دا به د داخله وزارت له خوا رابلل شوې د مهاجرت په تړاو د سرمشرېزې مهمه موضوع هم وي.

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فېزر په خپل وزارت کې د مهاجرت په تړاو د ايالتونو او سازمانونو د استازو يوه سرمشريزه رابللې ده. په دغه سرمشريزه کې به د مهاجرو د سرپناوو د کمښت او پر ايالتونو او ښارونو د مهاجرت د فشار د کمولو او پر ورته نورو موضوعاتو خبرې وشي.

د آلمان کورنيو چارو وزيرې د يادې سرمشريزې له پېل مخکې داسي اشاره ورکړه چې غواړي د ايالتونو سره د مهاجرو د سرپناوو په برخه کې مرسته وکړي. هغې په دې ترڅ کې د آلمان اې آر ډي تلويزيون ته په سهارنۍ خپرونه کې وويل: «دا چې د ودانيزو چارو وزارت هم نن (په سرمشريزه کې) حضور لري، نو موږ به د خالي ولاړو مځکو او خالي ولاړو د اوسېدو د ځايونو په هکله هم خبرې وکړلای شو.»

د فېزر په آند په خالي مځکو کې د اوسېدو د کانټينرانو درول به هم مرسته وکړلای شي. هغې زياته کړه: «بل هغه کار چې مرسته کولای شي هغه دا دی چې خالي ولاړ د اوسېدو ځايونو د بيا فعال کولو په ترڅ کې د ودانيزو چارو ځانګړې پروسې رامنځته کړل شي.» په وينا يې دا ټول کارونه د ودانيزو چارو د وزارت له خوا تر سره کېدلای شي.

خو د آلمان داخله وزيرې فېزر و ايالتونو او ښارونو ته له سرمشريزي سره د زياتو مالي هيلو او توقعاتو له تړلو څخه خبرداری ورکړ.هغې وويل: «توافق خو پر دې شوی دی چې صدراعظم به د ايسټر په شاوخوا کې د ايالتونو له لومړي وزيرانو سره د اقتصادي وضعې په هکله سلامشورې ولري.» هغې زياته کړه چې د روان کال لپاره ايالتونو ته ۲،۷ مليارده يورو ورکول شوي دي. د هغې په وينا «دا خو ممکنه نه ده چې دغه پيسې د فبرورۍ په منځ کې لا مصرف شوې وي.»

د ۲۰۲۲ کال په پېل کې پر اوکراين د روسيې د بريد وروسته آلمان ته په ياد کال ۱،۱ مليون اوکراينيان راغلل او هغوی د پناه غوښتنې ته اړتيا نه لرله، ځکه چې ورته ځانګړی مقام ورکول شو. د دې تر څنګ په ياد کال په ټوليزه توګه په آلمان کې ۲۱۷۷۷۴ د پناه غوښتنې وشوې. په دغو پناه غوښتونکو کې له سوريې، افغانستان، ترکيې او نورو هيوادونو وګړي شامل ول.

د مهاجرو د شمېر زياتېدو له کبله د آلمان ايالتونه او ښارونه له زښتو زياتو اقتصادي امکاناتو او د سرپناوو د کمښت له ستونزو څخه سر ټکوي. د ښارونو او ښارګوټو د شورا له خوا يوه ورځ مخکې خبرداری ورکول شو چې د مهاجرو و کمپونو ته نژدې له ټولنيزو کشمکشونو د رامنځته کېدو اندېښنه لري. د آلمان د حزب اختلاف ګوندونه د آلمان پر ائتلافي حکومت تنقيد کوي چې د ائتلافي حکومت جوړولو لپاره په تړون کې يې د رد شوو مهاجرو په اخراج کې د ښکاره زياتوالي هوډ څرګند کړی و، خو په وينا يې پکښي پاته راغلی دی.

اوس د آلمان د ائتلافي حکومت د لوی شريک سوسيال دموکرات ګوند رئيسي ساسکيا اېسکن هم پر دې ټينګار کړی دی چې هغه مهاجر چې په آلمان کې د پناه ترلاسه کولو حق نه لري، هغوی بايد اخراج کړل شي. هغې و آر ټي اېل او اېن ټي وي ته ويلي دي: «د اوسني حکومت هدف دا دی چې اخراجونه زيات کړي.» خو د دغې سياستوالې په وينا د اخراج کېدونکو مهاجرو اصلي هيوادونه په اخراج کې اړينه همکاري نه کوي چې له کبله يې دغه پروسه په اړينه توګه چټکه نه ده.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې