د کډوالو ډله د روم ښار د کډوالو ادارې یا کویستورا مخې ته. انځور: کډوال نیوز
د کډوالو ډله د روم ښار د کډوالو ادارې یا کویستورا مخې ته. انځور: کډوال نیوز

د ایټالیا په روم ښار کې کډوال د خپلو پناه غوښتنلیکونو د ثبت لپاره په میاشتو میاشتو انتظار باسي. ډېری دغه کډوال دولتي سرپناوو ته لاسرسی نه لري او د سړکونو پر غاړه د کډوالۍ شپې ورځې تېروي. که څه هم ځینې سازمانونه هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې له سرپناه نه لرونکو کډوالو سره مرسته وکړي، خو دوی وایي چې دا هڅې کافي نه دي او د پناه غوښتنې په سیستم کې باید بدلون رامنځته شي.

جاوېد د ایټالیا پلازمېنې روم ښار د کډوالو ادارې یا کوېستورا مخې ته ولاړ دی. دغه څلوېښت کلن کردی کډوال نن پنجشنبه د فبرورۍ ۱۶مه له خپل ملګري سره یو ځای د کډوالو ادارې ته راغلی دی. هغه چې په څېره کې یې له ورایه د ستړیا او ژورې ستومانۍ نښې لیدل کېږي څه باندې ۱۴ کاله مخکې د خپل هېواد عراق پرېښودو ته اړ شوی دی، خو تر اوسه یې اسناد نه دي ترلاسه کړي. جاوېد وایي: «له لسو کلونو وروسته له سویډن څخه عراق ته واستول شوم. دویم ځل د ترکیې او یونان له لارې ایټالیا ته راغلم، دلته مې ګوتې ولګولې، خو نه مې غوښتل چې ایټالیا کې پاتې شم. نو ځکه اتریش ته ولاړم.» خو اتریشي چارواکو هغه د ډوبلین مقرراتو پر اساس ایټالیا ته واستاوه.

دغه کردی کډوال وایي: «کله چې ایټالیا ته راغلم، حال مې ډېر خراب و او ډېرې ستونزې مې درلودې. څو ځله مې له کویستورا څخه د سرپناه غوښتنه وکړه، خو چا سرپناه نه راکوله.» جاوېد د سلګونو نورو مهاجرو په شان شپې ورځې پر سړکونو تېرې کړې دي. هغه وایي: «له مجبورۍ مې وکیل ته مراجعه وکړه. وکیل پیسې غوښتلې، پیسې مې ورکړې. کوېستورا دوه میاشتې وروسته په یوه کمپ کې ځای راکړ.»

ډېری کډوال وایي چې د ایټالیا پلازمېنه روم ښار کې د کډوالو ادارې ته د لاسرسي لپاره په اونیو اونیو انتظار کوي. انځور: کډوال نیوز
ډېری کډوال وایي چې د ایټالیا پلازمېنه روم ښار کې د کډوالو ادارې ته د لاسرسي لپاره په اونیو اونیو انتظار کوي. انځور: کډوال نیوز

د پناه غوښتنې سیستم ته نه لاسرسی

په ایټالیا کې د جاوېد په څېر ګڼ شمېر کډوال د سرپناه او اسنادو د نه لرلو له ستونزې سره مخ دي. ډېری دغه کډوال کویستورا کې د خپلو پناه غوښتنلیکونو د ثبت لپاره په اونیو اونیو انتظار باسي او د یادې ادارې مخې ته شپې سبا کوي. دوی وایي‌ چې هر کله چې د کډوالو ادارې ته مراجعه کوي، څوک یې پوښتنو ته ځواب نه وایي او کویستورا ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

ایټالیا کې د ارچي سازمان کارکوونکی جیوواني وانورې کډوال نیوز سره په مرکه کې وایي چې اصلي ستونزه دا ده چې کډوال د پناه غوښتنې سیستم ته لاسرسی نه لري. هغه زیاتوي: «کډوال یوازې هغه وخت د سرپناه سیستم او ټولنیزو خدماتو ته لاسرسی موندلی شي چې د پناه غوښتنه یې کړې وي. خو ایټالیا کې پناه غوښتل اسان نه دي.‌ له همدې کبله ډېری کډوال تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.» ارچي سازمان د ایټالیا په بېلابېلو ښارونو کې کډوالو ته د ادغام په برخه کې خدمات برابروي‌ او عامه افکارو کې د بدلون په موخه بېلابېلې فرهنګي برنامې جوړوي.

د ارچي بله غړې ګیا پیېتوالې بیا وایي چې دوه ډوله کډوال ایټالیا ته راځي: «هغه کسان چې د مدیترانې سمندر له لارې ځانونه ایټالوي بنادرو ته رسوي او هغه کسان چې د ځمکې له لارې – د بېلګې په توګه د بالکان مسیر څخه – ایټالیا ته رسېږي». د هغې په خبره،‌ لومړی ډول له ځینو امکاناتو برخمن کېږي ځکه چې له سمندره د ژغورل شویو کډوالو لپاره یوه رسمي پروسه موجوده ده. خو هغه کډوال چې د بالکان هېوادونو له لارې ایټالیا ته راځي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او په سختۍ سره سرپناه موندلی شي. نوموړې زیاتوي: «چارواکي د کډوالو تابعیت ته هم ګوري. د ځینو هېوادونو لکه الجزایر، مراکش، نایجریا، بنګله دېش او پاکستان اتباع د اقتصادي کډوالو په توګه پېژندل کېږي خو د افغانانو په ګډون ځینې نور کډوال سیاسي مهاجر دي.»

د ارچي سازمان رضاکاره له یوه کډوال سره. دغه پروژه د کډوالو ادغام ته ځانګړې شوې ده. انځور: کډوال نیوز
د ارچي سازمان رضاکاره له یوه کډوال سره. دغه پروژه د کډوالو ادغام ته ځانګړې شوې ده. انځور: کډوال نیوز

«د کډوالۍ په روایت کې بدلون»

دېرش کلن ‌ذاکر د غزني اوسېدونکی دی او له څو کلونو راهیسې د اروپایي ښارونو په سړکونو کې لالهاند ګرځي. هغه چې په فرانسه کې یې دوسیه رد شوې او له څو اونیو راهیسې ایټالیا کې د سړک پر غاړه ژوند تېروي د جمعې ورځې د ماښام په ۷ بجو د روم ښار مرکز ته راغلی دی چې باووباب اکسپرینس سازمان کډوالو ته پکې خواړه، کالي او نور ضروري وسایل ورکوي. ‌ذاکر وایي: «دلته د ټولو کډوالو وضعیت خراب دی. څوک ستاسې دوسیه نه ثبتوي، کډوالو ته سرپناه او پیسې نه ورکول کېږي. زما په شان ګڼ شمېر خلک په ویجاړو او له چټلیو ډکو ودانیو کې ژوند کوي.» نوموړی چې له یوې اونۍ راهیسې یې حمام نه دی کړی وایي چې هره ورځ کویستورا ته ځي ترڅو خپله دوسیه ثبت کړي، خو څوک ورته کویستورا ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي. 

د باووباب اکسپرینس سازمان مشر اندریا چې هره ورځ پر کډوالو خواړه او نور وسایل وېشي او د مهاجرو لپاره فرهنګي پروګرامونه هم جوړوي وایي: «ځینې هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې هم کړې ده سرپناه نه لري. چارواکي ورته وایي چې د هرکلي مرکزونه خالي نه دي. له همدې کبله کډوال په میاشتو میاشتو د ښار په سړکونو کې لالهانده ګرځي.» نوموړی زیاتوي: «اصلي ستونزه دا ده چې حکومت د کډوالۍ له مسلې څخه ابزاري ګټه پورته کوی. وضعیت له کلونو را په دې خوا همداسې دی.» هغه په دې اند دی چې د اوسني حالت د ښه کولو لپاره باید «د کډوالۍ په روایت کې بدلون» رامنځته شي. په وینا یې «رېښتنۍ مبارزه فرهنګي مبارزه ده».

ارچي او باووباب اکسپرینس هغه سازمانونه دي چې د کډوالو د ادغام په برخه کار فعالیت کوي. د ارچي سازمان غړې ګایا پیتراوالې په وینا، په ایټالیا کې «د مهاجرو ادغام لپاره دولتي سیستم نه دی موجود»، نو ځکه دوی هڅه کوي چې ټولنه کې د ادغام د پروګرامونو تش ځای ډک کړي. ارچي د ۲۷ پروګرامونو له لارې چې له اداري او حقوقي مسایلو څخه نیولی تر فرهنګي برنامو او کار موندنې پورې پکې شامل دي له کډوالو سره مرسته کوي.

 د باووباب اکسپرینس سازمان حقوقي ډله کډوالو ته د اداري 
 چارو په اړه سلامشورې ورکوي. انځور: کډوال نیوز
د باووباب اکسپرینس سازمان حقوقي ډله کډوالو ته د اداري
چارو په اړه سلامشورې ورکوي. انځور: کډوال نیوز

درې متره مربع کوټه کې ژوند

باووباب بیا په درېو اپارتمانونو کې سرپناه نه لرونکو کډوالو ته ځای ورکوي او دغه راز د ورځې درې ځله پر کډوالو خواړه، کالي او نور وسایل وېشي او کډوالو ته د زدکړو زمینه هم برابروي. د باووباب روغتیایي او حقوقي ډله هغو کسانو ته وړیا سلامشورې ورکوي چې له روحي او یا اداري ستونزو سره مخ دي. د باووباب اکسپرینس مشر اندریا وایي: «موږ د کډوالو د لاسنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوو. خو پوهېږو چې دا هڅې وضعیت کې د بدلون لپاره کافي نه دي.»

جاوېد چې اوس د روم ښار د کډوالو په یو کمپ کې اوسېږي له خپل ژوند څخه خوشاله نه دی. نوموړی چې د سرپناه د موندلو لپاره لګښت پرې راغلی دی وایي چې له درېو نورو کډوالو سره یو ځای په یوه درې متره مربع کوټه کې ژوند کوي. د جاوېد دوسیه یو ځل بیا رد شوې ده. هغه چې له محکمې څخه یې د استیناف غوښتنه کړې ده هیله لري چې دا ځل یې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شي.

جاوېد وایي: «ډېر وخت کېږي چې له خپل هېواد څخه مهاجر شوی یم. نور عراق ته نه شم ستنېدلی. نه غواړم چې تېر زمان او مکان ته ستون شم، خو ایټالوي چارواکي نه غواړي چې زه دلته پاتې شم. اوس مې ټول فکر دا دی چې اسناد ترلاسه کړم. ایټالیا کې ژوند له کړاوه او رواني فشارونو ډک دی. نه پوهېږم چې برخلیک به مې څنګه شي.»

خو ذاکر بیا په پام کې لري چې یو ځل بیا د ونتمیل له لارې فرانسې ته سفر وکړي. هغه وایي چې ایټالیا کې یې راتلونکی «ناڅرګند» دی خو ښایي دا ځل په فرانسه کې ورته د منل کېدو چانس برابر شي.

 

نورې ليکنې