یو بي اس سندیکا وایي چې په ایټالیا کې  د بې اسناده کارګرو شمېر ۶۰۰ زرو تنو ته رسېږي. انځور: کډوال نیوز
یو بي اس سندیکا وایي چې په ایټالیا کې د بې اسناده کارګرو شمېر ۶۰۰ زرو تنو ته رسېږي. انځور: کډوال نیوز

د ایټالیا پلازمېنه روم ښار کې ګڼ شمېر بې اسناده کارګر تور کار کوي. ډېری دغه کسان د دولتي مرستو د نشتوالي له امله تور کار ته اړ شوي دي. په ورته مهال ایټالیا کې د کارګرو د حقونو مدافع بنسټ وایي چې حکومت د کډوالو د ستونزو د هوارولو اراده نه لري او د کډوالۍ له مسلې څخه ابزاري ګټه پورته کوي.

عبدالرب چې پر خپل بایسکل سپور دی غواړي د ګلوفو شرکت یو مشتري ته خواړه ورسوي. دغه بنګله دېشی کډوال شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري. نوموړی چې څو کاله وړاندې یې د پناه غوښتنې دوسیه په فرانسه کې رد شوې، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په ایټالیا کې اوسېږي. هغه وایي چې په ۲۰۱۹ کې یې ایټالیا کې د پناه غوښتنه کړې ده، ‌خو تر اوسه یې د قبولۍ سند نه دی ترلاسه کړی. د ایټالیا د قوانینو له مخې، عبدالرب د کار اجازه نه لري او کېدای شي چې د نیول کېدو په صورت کې زندان ته واستول شي، خو هغه وایي چې کومه بله لاره نه ده ور پاتې.

نوموړی وایي: «په ۲۰۲۰ کې مې له یو چا څخه د کار تړون واخیست. اوس حکومت ته ټکس ورکوم خو د یو بل کس په نوم. د خوړو، کرایې، کالیو او نورو لګښتونو ترڅنګ هره میاشت د کار د تړون اصلي خاوند ته هم ۳۰۰ یورو ورکوم. ډېرې ستونزې لرم، خو بله هېڅ لار نشته. دلته له کډوالو سره هېڅ ډول مرسته نه کېږي.»

څلوېښت کلن جاوید یو بل کډوال دی چې د عراق د سلیمانیې سیمې څخه راغلی دی. هغه چې ۱۴ کلونه مخکې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی تر اوسه پورې د قبولۍ سند نه دی ترلاسه کړی. جاوېد دایمي کار نه لري، خو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په ورځنیو لنډمهالو کارونو لاس پورې کوي. هغه وایي: «دلته د کار شرایط ډېر سخت دي. کارفرمایان پوهېږي چې اسناد راسره نشته، نو ځکه لږې پیسې راکوي. اسناد لرونکي کسان په یوه ورځ کې ۶۰ یورو ترلاسه کوي، خو زه مجبور یم چې په ۱۵ یا ۲۰ یورو قناعت وکړم. کاري بیمه هم نه لرم.»

عبدالرب (په منځ کې) له خپلو دوو ملګرو سره. انځور: کډوال نیوز
عبدالرب (په منځ کې) له خپلو دوو ملګرو سره. انځور: کډوال نیوز

شاوخوا ۶۰۰ زره بې اسناده کارګر

په ایټالیا کې ګڼ شمېر بهرنیان تور کار کوي. د کارګرو د حقونو مدافع بنسټ یا یو اس بي سندیکا کې د کډوالو د کار څانګې مشر ستېفانو جیانادرېا دې انجېلیس وایي چې اوسمهال دغه هېواد کې د بې اسناده کارګرو شمېر ۶۰۰ زرو تنو ته رسېږي. نوموړی زیاتوی: «له هغه وروسته چې په ۲۰۱۸ کې د کورنیو چارو پخواني وزیر ماتیو سالویني د وړاندیز پر اساس د امنیت قانون تصویب شو، د کارګرو شمېر کې زیاتوالی راغی.» یو اس بي د ایټالیا په بېلابېلو سیمو کې د هغو کارګرو له حقونو څخه دفاع کوي چې د زراعت او لوجستیک په برخو کې په کار بوخت دي.

ستېفانو وایي چې دوی د کډوالو کارګرو د ستونزو د هوارولو لپاره د مختلفو ټولنو له مشرانو سره په اړیکه کې دي. دغه اتحادیه همدا راز د کارګرو لپاره روزنیز پروګرامونه هم جوړوي چې په ترڅ کې یې بهرنیانو ته د هغوی د حقونو په هکله اطلاع ورکول کېږي. ستېفانو زیاتوي چې سږ کال دوی په ۲۰-۲۵ ښارونو کې مهاجرو ته معلوماتي پروګرامونه جوړ کړي دي او په بېلابېلو برخو کې یې بهرنیو کارګرو ته مرسته رسولې ده. د هغه په وینا، یو اس بي غواړي چې په نږدې راتلونکي کې ټوله ایټالیا کې روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

تور کار او توقیف ځایونه

خو ایا جاوېد او عبدالرب پوهېږي چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو په صورت کې کېدای شي تر قضایي تعقیب لاندې ونیول شي؟ عبدالرب وایي چې تر اوسه پورې له کومې ستونزې سره مخ شوی نه دی او له خپل کسب او کار څخه راضي دی. جاوېد بیا وایي چې له نیول کېدو څخه وېره لري. د ایټالیا د قوانینو له مخې، هغه کارفرمایان چې په غیر قانوني توګه کارکوونکي ګوماري کېدای شي جریمه شي. خو بې اسناده کارګر بیا ممکن توقیف ځایونو ته واستول شي. یو اس بي سندیکا کې د کډوالو مدافع وکیل ماتیو ګریګوریو په خبره، چارواکي صلاحیت لري چې کډوال تر ۶۰ ورځو پورې په توقیف ځای کې وساتي. خو په وینا یې ځینې کسان له میاشتو راهیسې په توقیف خانو کې بند پاتې دي.

هغه زیاتوي: «دلیل یې دا دی چې د توقیف ځایونو مسولین د بندیانو د شمېر په تناسب له دولت څخه پیسې اخلي. که چېرې په یو توقیف ځای کې د بندیانو شمېر زیات وي، نو مسولینو ته یې زیاتې پیسې ورکول کېږي.» دغه توقیف ځایونه د خصوصي سکټور تر ادارې لاندې دي.

یو اس بي سندیکا کې د کډوالو د کار څانګې مشر ستېفانو جیانادرېا دې انجېلیس او مدافع وکیل ماتیو ګریګوریو
یو اس بي سندیکا کې د کډوالو د کار څانګې مشر ستېفانو جیانادرېا دې انجېلیس او مدافع وکیل ماتیو ګریګوریو

«د اصلي ستونزې پټول»

په ځینو حالاتو کې بیا بې اسناده کارګرو ته د ایټالیا د خاورې د پرېښودو اسناد یا «ترک خاک» ورکول کېږي. خو ډېری وختونه اخراجېدونکي کسان په ایټالیا کې پاتې کېږي او د سړکونو پر غاړه شپې ورځې تېروي. ستېفانو وایي: «د کډوالو ایستل یوه پیچلې او ګرانه پروسه ده. له همدې کبله چارواکي د بې اسناده کسانو له ایستلو څخه ډډه کوي.»

د یو اس بي سندیکا دغه مسول د اوسني حالت پړه پر حکومت اچوي او وایي چې چارواکي د ستونزې د هوارولو اراده نه لري. د ستېفانو په خبره، په ټوله ایټالیا کې د کډوالو د دوسیو د څېړلو لپاره یوازې ۸۰۰ کارکوونکي شته چې د لنډمهال لپاره په دنده ګومارل شوي دي. هغه زیاتوي: «د حکومت موخه د اصلي ستونزو پټول دي. چارواکي د کډوالۍ مسلې څخه ابزاري ګټه پورته کوي.» د نوموړي په وینا، که څه هم په ۲۰۱۸ کې د ایټالیا حکومت بې اسناده کډوالو ته د اسنادو د ورکولو ژمنه کړې وه، خو پنځه کاله وروسته لا هم ګڼ شمېر خلک د انتظار په لېست کې دي. 


دا هم ولولئ: د ایټالیا روم ښار کې د پناه غوښتنې سیستم ته د لاسرسي ستونزې: «دلته ژوند له کړاوه ډک دی»

 

نورې ليکنې