د فراتېلي دېټالیا ښي اړخي ګوند مشرې جیورجیا ملوني د ۲۰۲۲ د سپټمبر په ۲۵مه د ایټالیا په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او یوه میاشت وروسته د ایتلافي حکومت د مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې چې د کډوالۍ ضد دریځ لري په خپلو ویناوو کې د «قومي ځای پر ځای کېدنې» مسلې ته اشاره کوي. د جیورجیا ملوني له ټاکل کېدو څلور میاشتې وروسته د ایټالیا روم ښار کې مېشت کډوال د هغې د کډوالۍ د سیاست په هکله څه وایي؟
د فراتېلي دېټالیا ښي اړخي ګوند مشرې جیورجیا ملوني د تېر اوړي په وروستیو ورځو کې د ایټالیا په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې وګټلې. نوموړې د اکټوبر په ۲۲مه له ماتیو سالویني، سلویو برلسکوني، موریزیو لوپي او لویګي بروګنارو سره چې ټول د ښي اړخې ګونډونو مشران دي ایتلافي حکومت جوړ کړ.
جورجیا ملوني د اروپایي ټولنې خلاف پر ملي حاکمیت ټینګار کوي او د کډوالۍ، ال جي بي تي ډلو او د ټولنې د اسلامي کېدو ضد ده. لږ مخکې د ملوني حکومت په دې بریالی شو چې د ایټالیا په مشرانو جرګه کې هغه قانون تصویب کړي چې پکې د ژغورونکو کښتیو پر فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.
په دې مطلب کې لولو چې د جورجیا ملوني له ټاکل کېدو څلور میاشتې وروسته کډوال د هغې د کډوالۍ د سیاست په اړه څه نظرونه لري.
افغان کډوال آرش، ۲۳ کلن
آرش د افغانستان د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی دی. هغه چې له ایران څخه اروپا ته راغلی دی له پنځو کلونو راهیسې په ایټالیا کې اوسېږي. آرش روم ښار کې په یو ایټالوي رستورانت کې کار کوي.
په ایټالیا کې پخوا هم د ژوند شرایط سخت وو. فکر کوم چې د کډوالو وضعیت به نور هم خراب شي. زه سیاسي خبرونه نه تعقیبوم، خو د نویو پالیسیو اغېزې په ټولنه کې لیدل کېږي. نن سبا سلګونه پناه غوښتونکي روم او نورو ښارونو کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي. څوک یې غوښتنو ته غوږ نه نیسي. دلته سرپناه یوه جدي ستونزه ده. هغه کسان چې په مهاجر کمپونو کې اوسېږي، دوی هم له ستونزو شکایت کوي. ما خپله ۱۱ میاشتې په کمپ کې تېرې کړې دي. په کمپ کې کافي ډوډۍ نشته، انټرنټ نشته، د زدکړو زمینه برابره نه ده.
اوس حالت نور هم خراب شوی دی. حکومت د کډوالو د منصرف کولو لپاره د هغوی د ستونزو هوارولو ته پام نه کوي. اوسنی وضعیت یې په ګټه دی.
افغانه کډواله فرشته نظامي، ۲۸ کلن
فرشته نظامي له تېرو پنځو کلونو راهیسې په ایټالیا کې اوسېږي. هغه چې په افغانستان کې یې د خبریالې په توګه دنده ترسره کړې او پارلمان کې یې هم کار کاوه، اوس روم ښار کې د یو افغاني رستورانت مسوله ده.
د حکومت تګلاره کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی. پخوا هم وضعیت همداسې و. دلته د کډوالو سره راسیستي چلند کېږي. دولت مهاجرو ته هېڅ ډول امکانات نه برابروي. دولتي مرسته نشته، سرپناه نشته. خلک په اونیو اونیو د کډوالو ادارې یا کویستورا مخې ته انتظار باسي.
بیا ولولئ: د ایټالیا په روم ښار کې د پناه غوښتنې سیستم ته د لاسرسي ستونزې: «دلته ژوند له کړاوه ډک دی»
د کور د کرایه کولو لپاره د کار تړون ته اړتیا شته، خو د کار تړون د ترلاسه کولو لپاره تاسې باید کور ولرئ.
د کورونا کړکېچ پر مهال دولت له هغو کسانو سره چې له ۱۰ لسو کلونو راهیسې په ایټالیا کې اوسېدل مالي مرستې کولې. خو اوسني حکومت له دغو بهرنیانو سره مرستې بندې کړې دي. هېڅوک نه غواړي چې دلته پاتې شي، ډېری کډوال له مجبورۍ ایټالیا ته راځي.
عراقی کډوال جاوید، ۴۰
جاوېد چې څه باندې ۱۴ کاله مخکې د خپل هېواد عراق پرېښودو ته اړ شوی دی، د روم ښار په یو مهاجر کمپ کې اوسېږي. د جاوېد د پناه غوښتنې دوسیه رد شوې ده، خو هغه له محکمې څخه د استیناف غوښتنه کړې ده
ایټالیا تل همداسې وه. حکومتونه ځي او راځي، خو سیاست یې یو دی. دلته څوک کډوالو ته په ښه سترګه نه ګوري. اوسنی حکومت هڅه کوي چې پر کډوالو نور هم فشار راوړي. هغه بله ورځ د ایټالیا پارلمان د ژغورونکو کښتیو ضد لایحه تصویب کړه. سبا به یو بل قانون تصویب شي.
کله چې ماتیو سالویني [د ایټالیا د کورنیو چارو پخوانی وزیر]له وزارت څخه لرې شو، فکر مو کاوه چې وضعیت به ښه شي او نور به د هغه په څېر سیاستوال حکومت کې د ګډون چانس و نه لري. خو اوسني نظام ته وګورئ: سالویني یو ځل بیا ایتلافي حکومت کې ګډون لري. زه د راتلونکي په اړه خوشبینه نه یم.
بنګله دېشی کډوال سراج، ۳۰ کلن
سراج له تېرو لسو کلونو راهیسې په ایټالیا کې اوسېږي. هغه چې صراف دی پنځه کاله مخکې د قبولۍ سند ترلاسه کړی دی.
د نوي حکومت په هکله ډېرې خبرې کېږي، خو په عمل کې کوم بدلون نه دی راغلی. زه فکر کوم چې د جیورجیا ملوني ځینې سیاسي پروژې بدې نه دي. ایټالیا کې د راسیزم مشکل نشته. زما په آند حکومت د کډوالو ضد سیاست نه لري.
د فلوسي لایحې ته وګورئ: دا هغه لایحه ده چې له مخې یې بهرني کارګر ایټالیا ته راوستل کېږي. سږ کال حکومت د بهرنیو کاګرو سهمیه زیاته کړې ده. له دې وړاندې یوازې موسمي کارګر او هغه کسان چې په ساختماني برخو کې یې کار کاوه ایټالیا ته راوستل کېدل، خو په روان کال کې د هوټلدارۍ او توریزم په برخو کې هم کارګرو ته سهمیه ورکړل شوې ده.
بنګله دېشی کډوال عمران احمد، ۲۵ کلن
عمران احمد د ګلوفو په نوم د خوړو رسولو په شرکت کې کار کوي. هغه چې یو کال مخکې له قطر څخه اسپانیا او له اسپانیا څخه ایټالیا ته راغلی دی، تر اوسه اسناد نه لري.
د ایټالیا د نوي حکومت د سیاستونو په اړه زیات معلومات نه لرم. خو فکر نه کوم چې له تېر اکټوبر راهیسې کوم لوی بدلون راغلی وي. زه اسناد نه لرم او تور کار کوم، خو تر اوسه له پولیسو سره مخ شوی نه یم. زما په څېر ګڼ شمېر بهرنیان د اسنادو پرته په کار بوخت دي. دولت له موږ سره کار نه لري.
بیا ولولئ: په ایټالیا کې تور کار: د بې اسناده کډوالو لپاره شرایط «ډېر سخت دي»
خلک به هر څه وایي. د نوي حکومت د سیاستونو په هکله خبرې ډېرې دي. خو وضعیت د پخوا په شان دی.