ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې مشر کیهان مشرقیوال او مشاره کبرا رحمتي. انځور: کډوال نیوز
ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې مشر کیهان مشرقیوال او مشاره کبرا رحمتي. انځور: کډوال نیوز

په ایټالیا کې د افغانانو ټولنه په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې ده. د دې ټولنې د جوړېدو موخه ایټالیا مېشتو افغانانو سره په بېلابېلو برخه کې «مرسته کول» او د افغانستان «د کلتور ژوندی ساتل» دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په ایټالیا کې د افغانانو ټولنه په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه ترسره کوي. دغه ټولنه چې اصلي دفتر یې په روم ښار کې دی د ایټالیا په ۱۷ ولایتونو کې غړي لري. کډوال نیوز د ټولنې مشر کیهان مشرقیوال او مشاورې کبرا رحمتي سره مرکه کړې ده.

کډوال نیوز: د افغانانو ټولنه څنګه جوړه شوه؟

کیهان مشرقیوال: په ایټالیا کې مشکلات ډېر وو. افغانانو کومه ټولنه نه لرله. په ۲۰۱۵ کې مو هڅه وکړه چې دلته د افغانانو یوه سرتاسري ټولنه جوړه کړو. یو کمپاین مو پیل کړ. له ټولو افغانانو سره راټولېدلو، په پارکونو کې کېناستلو. دفتر مو نه درلود. یو کال مو په کمپاین باندې تېر کړ. بالاخره په دې وتوانېدلو چې اسناد مو د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالو په څانګه کې ثبت کړو. اوس موږ د ایټالیا په ۱۷ ولایتونو کې د اتحادیې غړي لرو. په درېو ولایتونو کې مېرمنې زموږ استازیتوب کوي.

بیا ولولئ: د ایټالیا روم ښار کې د پناه غوښتنې سیستم ته د لاسرسي ستونزې: «دلته ژوند له کړاوه ډک دی»

کډوال نیوز: تاسې په کومو برخو کې فعالیتونه ترسره کوئ؟

کیهان مشرقیوال: موږ په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لرو. یوه موخه مو د افغانستان د کلتور ژوندی ساتل دي. یانې د افغانستان کلتوري ورځې لکه نوروز لمانځو. بله موخه مو له یو بل سره مرسته کول دي. په ایټالیا کې ډېری افغان کډوال د پېژندپاڼو او پاسپورټونو ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي. مثلا یو افغان دی چې تذکره نه لري، ځي سفارت ته. سفارت ورته وایي چې تاسې دا تایید کړئ چې افغان یاستئ. د افغانانو ټولنه دا تاییدوي چې دغه کس افغان دی. سفارت زموږ سره اړیکه لري. همداسې د نکاح خط، مجرد خط، وکالت خط او نورو اداري اسنادو ترلاسه کولو کې له افغان کډوالو سره مرسته کوو.

د افغانانو ټولنه په ایټالیا کې ورزشي څانګې هم لري. موږ د هغو ځوانانو حمایت کوو چې سپورټ کوي. د فوټبال، کرېکټ او والیبال ټیمونه لرو. د ټولنې د ورزشي څانګو مسولان د سیالیو تنظیمولو کې برخه اخلي.

موږ د کار موندنې په برخه کې هم له افغانانو سره مرسته کوو. ځینې افغان کارفرمایان چې کارګرو ته اړتیا لري له موږ سره اړیکه نیسي. موږ هڅه کوو چې کارګر ورته پیدا کړو.

بیا ولولئ: په ایټالیا کې تور کار: د بې اسناده کارګرو لپاره «شرایط ډېر سخت دي»

کډوال نیوز: تاسې د افغانانو ټولنه کې د ښځو چارو مسولیت پر غاړه لرئ. افغانستان کې د مېرمنو د وضعیت په اړه مو فعالیتونه څه دي؟  

کبرا رحمتي: زه له ټولو هغو ښځو سره چې په افغانستان یا بهر کې دي په اړیکه کې یمه، له هغو ښځو سره چې په هرات یا کابل یا نورو ولایتونو کې اعتراض کوي. موږ د هغوی حمایت کوو. او که چېرې طالب یې ونیسي موږ خپل غږ پورته کوو، له رسنیو سره خبرې کوو، او یا لاریون کوو. په افغانستان کې ښځې خپل حق غواړي خو له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

کیهان مشرقیوال: تېره میاشت مو د افغان نجونو د ښوونځي د خلاصون لپاره لاریون وکړ. موږ د مارچ په اتمه هم پر دې موضوع خبرې کوو. د نجونو زدکړه مو سره کرښه ده. واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې مو څلور لاریونه په روم کې کړي دي. اوس په دې کار کوو چې څنګه وکولی شو د ایټالیا پارلمان مخې ته کېنو او د نه خوړو اعتصاب وکړو.

کډوال نیوز: تاسې ایټالیا کې د افغان کډوالو وضعیت په هکله څه نظر لرئ؟ د جورجیا ملوني حکومت له کډوالو سره څنګه چلند کوي؟

کبرا رحمتي: باید ووایم چې زه څه باندې دوه کاله کېږي چې ایټالیا کې ژوند کوم. زه قانوني کډواله یم او په اسانۍ مې قبولي ترلاسه کړه. له خدماتو څخه راضي یمه. خو دلته اسناد په ډېر ځنډ ورکول کېږي. له همدې کبله ډېری افغانان په ایټالیا کې نه پاتې کېږي. دوی د خپل راتلونکي په اړه ډاډمن نه دي نو ځکه د اروپا نورو هېوادونو لکه فرانسې یا المان ته ځي.

بیا ولولئ: ایټالیا: کډوال د جورجیا ملوني د کډوالۍ سیاست په اړه څه وایي؟

کیهان مشرقیوال: ایټالیا کې هر څه ډېر سخت دي. دلته اسناد په ډېر ځنډ ورکول کېږي. د اسنادو د نوي کولو لپاره ادرس ته اړتیا شته. په روم کې ادرس په زرو یورو اخیستل کېږي. هغه حقوق چې باید مهاجر ته ورکړل شي، هغه په ایټالیا کې نشته. دلته مهاجر باید پخپله کار او سرپناه پیدا کړي.

د جورجیا ملوني ټیم د کډوالو ضد دریځ لري. خو دوی مجبور دي چې د اروپا قوانین په نظر کې ونیسي. فکر نه کوم چې پلان یې کامیاب شي. 

 

نورې ليکنې