د المان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر
د المان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر

د آلمان داخله وزيرې نېنسي فېزر هغه غوښتنې او وړانديزونه ردکړي دي چې د اوکرايني مهاجرو د منلو په ترڅ کي د حد اکثر وګړو يا مصارفو په تړاو وې.

نېنسي فېزر ويلي دي چې په «اروپا کې جګړه ده، او څوک د حدودو خبره نشي کولای.» د آلمان د کورنيو چارو دغې وزيري په دې توګه سره هغه وړانديزونه رد کړي دي چې د اوکرايني مهاجرو د منل کېدلو په ترڅ کې د حد ټاکلو په تړاو وې. فېزر په اروپا کې له يو «اضطراري حالت» څخه خبره کړې ده. نوموړې دا څرګندونې په آلماني تلويزيوني چېنلونو آر ټي اېل او اېن ټي وي کې خپره شوې مرکه کې کړي دي. هغې وويل چې د دې هم هيڅ سوال نه پيدا کيږي چې د اوکرايني مهاجرو په برخه کې دي د مصارفو سپما وشي. هغې زياته کړه چې داسي مصارف شته چې ورباندي څوک هيڅ بحث نشي کولای.

د فېزر په وينا دا اټکل کوي چې مصارف به لا زيات شي. د هغې په وينا دا ورته د حقايقو سره سم چلن نه برېښي که څوک په ۲۰۲۳ کال د ۲۰۲۲ کال په پرتله د مهاجرو او پناه غوښتونکو لپاره کمتره مصارف وکړي.

فېزر په خپلو تازه څرګندونو سره هغه بيري رد کړې چې د تقريبا يو مليون اوکرايني مهاجرو په راتګ سره په آلمان کې د اپارتمانونو د کمښت د ستونزې د لا جدي کېدلو سره مربوطي دي. د فيره په وينا تقريبا ۷۰ فيصده اوکرايني مهاجر په «شخصي توګه ځای پر ځای شوي دي.» هغې زياته کړه چې په آلمان کې د اوسېدو د ځای د کمښت ستونزه د مهاجرو د بحران تر مخه هم موجوده وه. هغې وويل چې په بانفوسو او لويو ښارونو کې د کرايو زياتېدنه د مهاجرو د سرپناوو سره هيڅ ارتباط نه لري.

فيزر پر دې تنقيد وکړ چې د آلمان ښارونو د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ د مهاجرو د بحران وروسته د سرپناوو امکانات بېرته راکم کړل. د هغې په وينا اوس دمګړی «د همدغو سرپناوو کمښت دی» چې دا يوه لويه ستونزه ده.» د کورنيو چارو وزيره وويل چې د ټولو ستونزو باوجوده اوس هم اکثره ښارونه په دې توانېدلي دي چې مهاجر ځای پر ځای کړي، بېله دې چې د سپورټ له لوبغالو يا ورته ځايونو څخه کار اخيستلو ته مجبور شي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې