د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت یو افشا شوی سند ښيي چې د افغانستان، اریتریا، لیبیا، سوریې او یمن د ۱۲۰۰۰ کډوالو پناه غوښتنلیکونه به په غیابي ډول وڅېړل شي. د دې سند له مخې، کډوال اړ دي چې د شلو کاري ورځو په موده کې د پناه غوښتنې ۱۰ مخیزې فورمې په انګلیسي ژبه ډکې کړي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت افشا شوي سند کې راغلي دي چې پر پناه غوښتنې سیستم د فشار د کمولو لپاره به د زرګونو کډوالو دوسیې په غیابي توګه وارزول شي. دغه کډوال اړ دي چې د ۲۰ کاري ورځو په موده کې د پناه غوښتنې فورمې په انګلیسي ژبه ډکې کړي او د کورنیو چارو وزارت ته یې واستوي. له ټاکلې مودې وروسته به د کډوالو غوښتنلیکونه نه منل کېږي.
ټاکل شوې ده چې د کورنیو چارو وزارت ۱۱ مخیزې فورمې د افغانستان، اریتریا، لیبیا، سوریې او یمن ۱۲۰۰۰ کډوالو ته واستول شوي. د دې پرېکړې موخه د پناه غوښتنې لړۍ چټکول بلل شوي دي ترڅو منل شوي کډوال په برېتانیا کې پاتې شي خو رد شوي مهاجر بیا له دغه هېواد څخه وایستل شي.
د ګارډین د خبر له مخې، دغو فورمو کې شاوخوا ۵۰ سختې پوښتنې شاملې دي چې باید په انګلیسي ژبه ځواب ورکړل شي. د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې کډوال کولی شي چې د فورمو د ډکولو لپاره د ژباړې اپلېکېشنونه وکاروي. دغه وزارت خبرداری ورکړی دی چې له ټاکلې مودې وروسته به د کډوالو پناه غوښتنلیکونه د منلو وړ نه وي.
په دغو فورمو کې له کډوالو څخه غوښتل شوي دي چې د انساني قاچاق او عصري غلامۍ په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړي او ووایي چې ایا له درېم هېواد څخه برېتانیا ته راغلي دي او یا په خپل هېواد کې له تبعیضي چلند سره مخ شوي دي که نه.
یوه بله پوښتنه دا ده: «د هغه کس، ډلې او یا سازمان نوم واخلئ چې تاسې ترې وېرېږئ؟ دغه کس، ډله او یا سازمان ستاسو اصلي هېواد کې څومره واک او نفوذ لري؟ د بېلګې په توګه، ایا هغه په کوم شرکت او یا سیاسي ګوند کې رسمي دنده لري او یا د کوم واکمن دولت غړی دی؟ ولې فکر کوئ چې هغه به تاسو ته د زیان رسولو لپاره له خپل مقام او منصب څخه ګټه واخلي؟»
دا هم ولولئ: برېتانیا کې د کډوالو ضد لاریون: ۱۵ تنه د تاوتریخوالي په تور نیول شوي
«غیر منطقي» پرېکړه
په ورته مهال د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو د حکومت پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې که څه هم د کډوالو دوسیې باید په چټکۍ سره وارزول شي، خو دا تصمیم د خلکو ژوند په خطر کې اچولی شي. د برېتانیا د کډوالو شورا مشر انور سلومون ویلي چې «دا هېڅ منطقي او مناسب نه ښکاري چې له هغو کسانو څخه چې انګلیسي یې نه ده زده او حقوقي مشورو ته لاسرسی نه لري تمه وکړو چې په شلو ورځو کې اوږدې فورمې ډکې کړي».
تر دې دمخه د برېتانیا د کډوالو شورا او د سړه صلیب کمیټې له حکومت څخه غوښتي وو چې د هغو کډوالو د پناه غوښتنلیکونو د ارزولو لړۍ دې چټکه کړي چې برېتانیا کې یې د منل کېدو چانس یې ډېر دی. دوی تېر کال د افغانستان، اریتریا، سوریې، سوډان او ایران د ۴۰ زره پناه غوښتونکو دوسیې له حکومت سره شرېکې کړې وې.
د رسمي شمېرو له مخې په برېتانیا کې تر ۱۵۰ زره ډېر پناه غوښتنلیکونه بې ځواب پاتې دي. د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سونک تېره دېسمبر میاشت ویلي وو چې په پام کې لري د هغو کډوالو شمېر نیم په نیمه کم کړي چې له ۶ میاشتو راهیسې د خپلو پناه غوښتنلیکونو ځواب ته انتظار باسي.