آرشيف انځور
آرشيف انځور

د يونان هيواد سمندري سرحد ساتونکو د هغو مهاجرو تلاښ ته ادامه ورکړې ده، چې په هکله يې اندېښنه ده چې په سمندر کې ورک شوي دي.

د يونان چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۲۳نېټه) وويل چې د ۴ مهاجرو تلاښ کوي. په وينا يې باور کيږي په سمندر کې د قاچاق وړونکو له تيزرفتاره کښتۍ لوېدلي او لادرکه شوي دي.

د يونان د سمندري سرحد ساتونکو وويل چې د ساموس ټاپو سره يې په آژه سمندر کې ۱۸ مهاجر وژغورل. په وينا يې دغو مهاجرو ورته وويل چې څلور نور په اوبو کې لوېدلي دي.

د چارواکو په وينا د څلورو لادرکو شوو مهاجرو په تلاښ کې ګزمه کوونکې کښتۍ او څرخي الوتکې مصروفې دی. زياته شوې چې د دغو کښتيو او څرخي الوتکو رهبري د يوې اروپايي سرحدي کښتۍ له خوا کيږي. چارواکو دا معلومات په يوه خپره شوې اعلاميه کې ورکړي دي.

په زرونو مهاجر کوښښ کوي چې د ختيځې مديترانې سمندري لارې له ترکيې څخه و يوناني ټاپوګانو ته ځان د کښتيو په مرسته ورسوي. د مهاجرت د نړيوال سازمان په وينا په ۲۰۲۲ کال تقريبا ۳۸۰ انسانان ثبت شول چې پر دغه لاره يا خو مړه او يا لادرکه شول. سږ کال پر دغه لاره ۱۸ انسانان مړه او لادرکه ثبت شوي دي.

آ./ا.ا.


 

نورې ليکنې