یوناني چارواکي وایي چې په ترکیه او سوریه کې له زلزلې وروسته د کډوالو د احتمالي څپې د مخنیوي لپاره پر خپله پوله امنیتي تدابیر ډېروي. د یونان د کډوالۍ وزیر ویلي دي چې له ترکیې سره پر پوله د دېوال د جوړېدو کار روان دی.
د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې چارو وزیر نوتیس میتاراچي ویلي دي چې «د میلیونونو خلکو کډوالي د حل لاره نه ده». نوموړي خبرداری ورکړی دی چې که زلزله ځپلو خلکو ته مرسته ونه رسېږي، یونان به راتلونکی پسرلی د کډوالو نوې څپه سره مخ شي. برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د تېرې یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶مه خبر ورکړی و چې یوناني چارواکو له ترکیې سره پولې ته سلګونه سرتېري استولي دي.
نوتیس میتاراچي د تېرې جمعې په ورځ د فبرورۍ ۲۴مه د پولو د کنترول په اړه اروپایي کنفرانس کې د اروپا پر باندنیو پولو د امنیتي تدابیرو د ډېرېدو غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې یونان له ترکیې سره پر پوله د دېوال د جوړولو کار ته ادامه ورکوي. اتن په پام کې لري چې له ترکیې سره پر پوله د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي نوی دېوال جوړ کړي او له ترکیې څخه خپلې خاورې ته د کډوالو د داخلېدو مخه ونیسي.
تر دې دمخه د یونان حکومت له اروپایي کمیسیون څخه غوښتنه کړې وه چې د پولې په خوندي کولو کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي، خو د اروپايي کمېسیون مشرې ارسلا وون دېر لیېن د ۲۰۲۱ په اکټوبر میاشت کې د یونان په ځواب کې ویلي وو چې دغه ټولنه د ازغن تارونو لګول او د دېوالونو جوړول نه تمویلوي.
د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې «دېوال به حتما جوړېږي او دوی د دغې پروژې د عملي کولو لپاره د اروپایي ټولنې مالي مرستو ته انتظار نه کوي».
د ګارډین د خبر له مخې، یوناني چارواکي په پام کې لري چې سمندر ته هم «لسګونه» نوې بېړۍ ولېږي ترڅو د کډوالو مخه ونیسي. چارواکي دغه راز له ترکیې سره پر پوله د بې پیلوټه الوتکو او کمرو پر لګولو هم ټینګار کړی دی.
له تېرو څو کلونو راهیسې د یونان حکومت د هغو کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی چې غواړي اروپایي ټولنې ته واوړي. رسنیو او د کډوالو مدافع بنسټونه پر یونان تور لګوي چې کډوال له خپلې خاورې څخه د ترکیې پر لور شړي.