بلجیم کې خیریه سازمانه هڅه کوي چې کډوالو ته سرپناه ورکړي. انځور: کډوال نیوز
بلجیم کې خیریه سازمانه هڅه کوي چې کډوالو ته سرپناه ورکړي. انځور: کډوال نیوز

فضل، اکوندې او پاسکال هغه درې مهاجر دي چې بلجیم ته له رسېدو وروسته یې د سړکونو پر غاړه شپې ورځې تېرې کړې دي. دوی چې دولتي سرپناوو ته لاسرسی نه لري په هغو مراکزو کې اوسېږي چې د مرستندویو سازمانو تر ادارې لاندې دي.

فضل* چې له کډوالو سره د ښاریانو د مرستو د پلټفورم مرکز په کانتین کې یې د غرمې ډوډۍ خوړلې وایي: «اوس ځان ډېر ښه احساسوم.» دغه افغان کډوال د ډوډۍ خوړلو مخکې حمام کړی دی او پاکې جامې یې اغوستې دي. نوموړی تر تېرې شپې پورې د بروکسل ښار مرکز او مولېنبېک سیمې ترمنځ د اوبو د کانال په اوږدو کې اوسېده. د روان میلادي کال د فبرورۍ له ۱۴مې راهیسې نږدې ۲۵۰ پناه غوښتونکي په دغه کمپ کې شپې ورځې تېروي چې د پوتي شاتو (Petit-Château) یا د بروکسل د سرپناه ادارې (Fedasil) مخې ته پروت دی. دوی ټولو په بلجیم کې د پناه غوښتنه کړې ده، خو د سرپناه د نشتوالي له کبله تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

له تېر یو نیم کال راهیسې بلجیم کې د سرپناه وضعیت کړکېچن دی. که څه هم چارواکي وایي چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې یې ۴۵۰۰ نوې سرپناوې جوړې دي، خو ګڼ شمېر کډوال لا هم دولتي سرپناوو ته لاسرسی نه لري.

بیا ولولئ: بلجیم کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د سرپناه غوښتنه لري

د کډوالو د ملاتړ پلټفورم مشر مهدي کاسو وایي چې په روان حالت کې «یوازې سازمانونه کولی شي چې اړمنو کډوالو ته مرستې ورسوي». هغه زیاتوي چې د بلجیم چارواکو د فبرورۍ پر ۱۴مه له یوې ودانۍ څخه د کډوالو د ایستلو عملیات ترسره کړل، خو په پایله کې یې ۲۰۰ کسان بې سرپناه پاتې شول. له یادو عملیاتو وروسته د کډوالو د ملاتړ پلټفورم له ځینو نورو سازمانونو سره یو ځای بروکسل ښار کې د کډوالو د هرکلي مرکز پرانیست. 

د فبرورۍ په ۲۲ او ۲۳مه دغه ځای کې ۱۰۰ کډوالو ته سرپناه ورکړل شوه. کډوال د هرکلي په مرکز کې روغتیایي خدماتو، حمام او کالیو ته لاسرسی لري او خواړه هم پرې وېشل کېږي. نن نږدې لس افغان کډوال دغه ځای ته راغلي دي.

د کډوالو د ملاتړ پلټفورم د فبرورۍ له ۲۲مې راهیسې نږدې ۱۰۰ کډوالو ته سرپناه ورکړې ده. انځور: کډوال نیوز
د کډوالو د ملاتړ پلټفورم د فبرورۍ له ۲۲مې راهیسې نږدې ۱۰۰ کډوالو ته سرپناه ورکړې ده. انځور: کډوال نیوز

پاسکال یو بل کډوال دی چې تېره شپه د هرکلي مرکز ته راغلی دی. نوموړي چې له دې مخکې یې په مهاجر کمپ کې ژوند کاوه وایي چې په مرکز کې ډوډۍ او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري. دغه بروندیایی کډوال زیاتوي چې د خپل غوښتنلیک د ثبت لپاره یې د بهرنیانو دفتر ته مراجعه وکړه، خو چارواکو سرپناه ور نه کړه.

پاسکال چې روانپوه دی وایي فکر یې کاوه چې بلجیم کې به ښه ژوند ولري. هغه وایي: «ملګرو مې ویل چې دلته هغه کسان چې زدکړې یې کړې ښه ژوند لري او په اسانۍ سره اسناد ورکول کېږي. خو کله چې بلجیم ته ورسېدم، حیران پاتې شوم... دوی خلک پر سړکونو پرېږدي.»

«یوازې یوه سرپناه غواړم»

درې پنځوس کلن اکوندې د نیجریا اصلي اوسېدونکی دی. هغه چې ۲۵ کاله یې اکراین کې تېر کړي دي د جګړې له پیل سره د اکراین پرېښودو ته اړ شو. نوموړی د پولنډ او جرمني له لارې بلجیم ته ورسېد او هیله یې درلوده چې د نورو اکراینیانو په شان به ښه چلند ورسره وشي. اندوک د ۲۰۲۲ د اکټوبر په ۱۱مه بلجیم کې د پناه غوښتنه وکړه، خو تر اوسه دولتي سرپناه نه لري.

 اکوندې د بروکسل ښار یوه زړه ودانۍ کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
اکوندې د بروکسل ښار یوه زړه ودانۍ کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز

اکوندې له شاوخوا ۵۰ کډوالو سره یو ځای د واتیرمایل بوافور سیمې په یوه ودانۍ کې اوسېږي. دغه ودانۍ چې پخلنځای او مرکزګرمي لري په اصل کې د یو کانګویي شرکت مرکزي اداره ده. خو د بې اسناده بهرنیانو کمیټې دغه ودانۍ پر سرپناه بدله کړې ده. هغه وایي: «زه یوازې سرپناه او کار غواړم ترڅو وکولی شوم چې اکراین کې له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړم.»

د بروکسل په شمال کې پناه غوښتونکي د سرپناه د موندلو لپاره له سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه کوي. د کډوالو د ملاتړ پلټفورم، بې سرحده ډاکترانو او اس او اس ژون په ګډون پنځه سازمانونه هره ورځ په یو هنګر کې (Le hub humanitaire) اړمنو کډوالو ته مرستې رسوي.

دغه هنګر په دوو برخو وېشل شوی دی. ورځنی مرکز هغه ځای دی چې کډوال کولی شي خواړه پکې وخوري او یا استراحت او حمام پکې وکړي... د هنګر دویمه برخه ځانګړي خدمات نومېږي. کډوالی کولی شي چې ځانګړو خدماتو څانګه کې له نوم لیکنې وروسته ډاکټرانو او روانپوهانو ته لاسرسی ولري. هلته کډوالو ته کالي، بوټان او قضایي مشورې هم ورکول کېږي. د هنګر مشرې فیروز لجیلي وایي چې دوی هره ورځ پر ۸۰۰ کډوالو خواړه وېشي او په ورځ کې ۳۰۰-۴۰۰ تنه دغه مرکز ته مراجعه کوي.

د کډوالو د هرکلي ورځنی مرکز یا هب هیومانیتغ. انځور: کډوال نیوز
د کډوالو د هرکلي ورځنی مرکز یا هب هیومانیتغ. انځور: کډوال نیوز

محکمې ته شکایت

ولوشتېلینګېن وېرک ولاندېرین (Vluchtelingenwerk Vlaanderen) یو بل سازمان دی چې د سرپناه د ستونزې د هوارولو په موخه قضایي ارګانونو ته مراجعه کوي. دغه سازمان هره دوشنبه، چهارشنبه او جمعه د هغو کډوالو ستونزو ته رسیدنه کوي چې سرپناه نه لري. دمګړۍ په ورځ کې ۸۰ کډوال دې سازمان ته مراجعه کوي. ولوشتېلینګېن وېرک ولاندېرین دنده لري چې د ژباړونکو او مدافع وکیلانو په مرسته د کډوالو ادارې یا فدازیل او د بلجیم حکومت پر وړاندې محکمو ته شکایت ثبت کړي.

د بلجیم د کار محکمې د ۲۰۲۱ د اکټوبر څخه د ۲۰۲۳ تر جنورۍ پورې د کډوالو په ګټه ۶۰۰۰ پرېکړې کړې دي. که څه هم د بلجیم حکومت تر اوسه د محکمو پرېکړو ته درناوی نه دی کړی، خو فدازیل ادارې بیا د کډوالو شکایتونو ته رسیدنه کړې ده.

د دغه سازمان ویاند بنوا مانسي وایي چې دمګړۍ هره ورځ نږدې ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته بلنلیکونه استول کېږي. دغه پروسیجر له ۴ څخه تر ۵ میاشتو پورې وخت نیسي.

ولوشتېلینګېن وېرک ولاندېرین سازمان کې د ماموریتونو مشر تامس ویلکېنز وایي: «دمګړۍ قضایي لاره د بریا یوازنۍ لاره ده، په ځانګړې توګه د مجردو نارینه و لپاره. حکومت موږ مجبوروي چې له دغې طریقې کار واخلو.... دوی د ستونزو د هوارولو اراده نه لري. وزارت کولی شي چې پوځي اډو کې بېړنی مرکز پرانیزي او یا د پناه غوښتنې سیستم کې بدلون رامنځته کړي.»


  • مستعار نوم

بشردوستانه مرکز یا هب هیومنیتغ: 100 avenue du Port, Bruxelles

(په اونۍ کې ۷ ورځې پرانیستی دی)

د ولوشتېلینګېن وېرک ولاندېرین قضایي مرستو څانګه: 10 Quai au Bois de Construction, Bruxelles

(دوشنبه، چهارشنبه او جمعه سهار)

 

نورې ليکنې