د سي آی آلماني سازمان هم په اعلاميه کې احتجاج کړی/ آرشيف انځور، سي آی سازمان
د سي آی آلماني سازمان هم په اعلاميه کې احتجاج کړی/ آرشيف انځور، سي آی سازمان

د آلمان حکومت غواړي چې د کښتيو د محافظت اصول تغير کړي. خو سمندري ژغورونکي وايي ښايي دا د دوی د ژغورنې پر ماموريتونو منفي اغېز ولري.

د سمندري ژغورنې غير دولتي سازمانونه وايي چې که د آلمان حکومت د کښتيو د محافظت اصول تغير کړي، نو دا به د دوی پر ماموريتونو اغېز ولري. هغوی پر حکومت تور لګولی چې د ائتلافي حکومت لپاره د تړون نقض کوي. خو د آلمان د ترانسپورت وزارت بيا بالعکس بله ادعا کوي.

د آلمان حکومت غواړي چې له ۲۴ مترو څخه زيات اوږدوالی لرونکي نسبتا کوچنۍ کښتۍ هم د خونديتوب په لا زياتو شرايطو مکلفې کړي. د حکومت د دغه پلان په تړاو د آلمان د اې آر ډي تلويزيون د مونيټور خپرونې راپور ورکړی و. ياد پلان د ترانسپورت د وزارت د کارپوهانو له خوا وړاندي کړل شوی دی.

خو د سمندري ژغورنې آلماني غير دولتي سازمانونو پر دغه پلان نيوکې کړي دي. هغوی ويلي دي چې د دغو سازمانونو لپاره په خپلو کښتيو کې د نوو شرايطو مراعت کول نه يوازي د زياتو لګښتونو لامل شي، بلکه د ژغورنې ماموريتونه به يې د خنډ سره مخامخ کړي. دغه سازمانونو په يوه مشترکه اعلاميه کې د سه شنبې په ورځ ويلي دي: «د آلمان تر بيرغ لاندې چلېدونکو اکثريت ژغورونکو کښتۍ لپاره به دغه نوي اصول دا معنی ولري چې هغوی به مجبور شي چې يا خو د ژغورنې ماموريتونه راکم او يا په بشپړه توګه ودروي.»

ياده اعلاميه د نورو سازمانونو تر څنګ د لايف لاين، ريسق شيپ، سي واچ او سي آی له خوا لاسليک شوې ده. په اعلاميه کې ويل شوي دي چې ياد نوي اصول په ښکاره توګه د ائتلافي حکومت جوړولو لپاره د لاسليک شوي تړون نقض دی. په وينا يې په ياد تړون کې راغلي ول چې «د سمندري ژغورنې د ماموريتونو د مخنيوي اجازه به نه وي.» زياته شوې چې په ۲۰۱۵ کال د سمندري ژغورنې د ماموريتونو د پېل راهيسي ژغورونکو کښتيو ته يوه هم داسي حادثه نه ده ورپېښه شوې چې يا عملې او يا هم ژغورل شوو کسانو ته دې د ګواښ لامل شوې وي.

خو د آلمان د ترانسپورت وزارت د يوې پوښتنې په جواب کې ويلي دي چې «دغه پلان په پام کې نه لري چې د ملکي سمندري ژغورنې مخه ونیسي، بلکه برعکس غواړي چې د هغوی کار لا خوندي کړي.» وزارت ويلي دي چې د سازمانونو سره په دومداره تماس کي دی او و کښتيو ته به وخت ورکول کيږي چې هغوی ځانونه د نوو اصولو د مراعت کولو لپاره عيار کړي. دا په داسي حال کې ده چې تر اوسه دغه اصول له ۳۵ مترو څخه اوږدو کښتيو لپاره ول. له ۳۵ مترو څخه وړو کښتيو ځانګړي مراعات لرل. خو اوس به دغه مراعات او استثناوې صرف تر ۲۴ مترو څخه کمو کښتيو لپاره وي. دا هغه وخت که د وزارت لخوا جوړ شوی پلان عملي کړل شي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې